ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت: پاکستان باوري  همکار نه دى

افغان حکومت: پاکستان باوري همکار نه دى

author avatar
23 Nov 2015 - 14:41
افغان حکومت: پاکستان باوري  همکار نه دى
author avatar
23 Nov 2015 - 14:41

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): حکومت اعلان وکړ چې افغانستان به تر هغو د سولې په خبرو کې د پاکستان  پر رښتينولۍ باور ونه کړي چې دغه هېواد له ترهګرو لاس نه وي اخيستى او د ترهګرو ځالې يې له منځه نه وي وړې.

د حکومت د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل وايي چې حکومت د سولې پلوى دى او هڅه کوي چې د سولې د خبرو له لارې په افغانستان کې امنيت راشي.

خو هغه زياته کړه چې پاکستان تر اوسه د افغانستان باوري همکارى نه دى او اړتيا ده چې سولې ته د وسله والو مخالفينو له هڅونې وړاندې، له هغوى نه خپل ملاتړ بند کړي، هغوى ته دې په افغانستان کې د ويجاړونکو فعاليتونو او جګړې د دوام پيسې نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې  پاکستاني چارواکو  اوس اوس طالبان له جګړې لاس اخيستو او له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته را بللي او ويلي يې دي چې پاکستان په سولې پروسه کې همکاري کوي.

خبري رسنيو راپور ورکړى چې په دې وروستيو کې د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف امريکا ته د سفر په ترڅ کې د بارک اوباما د مرستيال جوبايډن سره په ليدنه کې  د افغان حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې خبرو پر بيا پيل هوکړه کړې ده.

خود اجرائيه رياست مرستيال وياند وايي: ((مهمه موضوع دا ده څو موږ بايد ډاډمن شو چې  چې پاکستان له وسله والو مخالفينو خپل ملاتړ  پرې کړى، تر هغو چې د افغانستان حکومت او خلک  ډاډمن نه شي، د سولې خبرې به بې ګتې وي.))

فيصل زياته کړه هر وخت چې پاکستان د ترهګرو  له ملاتړ لاس واخيست او په هغه هېواد کې د ترهګرو ځالې ورانې شوې، افغانستان  به ډاډمن شي چې پاکستان د يوه رښتيني همکار په توګه په سولې پروسه کې مرسته کولى شي.

د يادونې ده، د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه د پاکستان په منځګړيتوب، د امريکا او چين په نظارت کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سولې لومړى پړاو خبرې اترې ترسره شوې.

ټاکل شوې وه چې د زمري په اتمه د دويم پړاو خبرې هم ترسره شی، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې د خبر تر خپرېدو وروسته دا لړۍ بنده شوه او افغان حکومت اعلان وکړ چې تر دې وروسته د پاکستان په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.