ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بغلان معارف سياسي شوى”

“د بغلان معارف سياسي شوى”

author avatar
23 Nov 2015 - 16:13
“د بغلان معارف سياسي شوى”
author avatar
23 Nov 2015 - 16:13

پلخمري (پژواک،٢ ليندۍ ٩٤): په بغلان کې د ښوونکي د دندې ځيني غوښتونکي ادعا کوي چې د مقررۍ په برخه کې ترې رشوت غوښتل کېږي، د پوهنې سکتور سياسي شوى او د ښوونځيو ځيني مديران د ولايتي شورا له وکيلانو سره تړلي دي.

دوى وايي، کلونه کېږي چې د پوهنې وزارت نه د مقررۍ حکم ورسره دى، خو د پوهنې رياست په ادارو او د ښوونځيو په مديريتونو کې ستومانه ګرځي او څوک يې ستونزه نه حل کوي.

دا ښوونکي چې ازموينه يې ورکړې او بريالي شوي، ادعا کوي چې د ښوونځيو ځيني مديرانو د مقررۍ په بدل کې ورڅخه د شپږو مياشتو تنخوا په رشوت کې غواړي.

د پلخمري ښار يو اوسېدونکی عبدالعظيم وايي چې خور يې په ١٣٩١لمريز کال کې د بغلان ولايت د ښوونکو د روزنې له مرکزه فارغه شوې او په رقابتي ازموينه کې يې ګډون کړى، له کاميابېدو وروسته يې وغوښتل چې په يوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه مقرره شي، خو په معارف کې د فساد له امله له خپل حقه محرومه ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خور يې د مقررۍ د اسنادو له پړاوونو وهلو وروسته حضرت زيد ښوونځي، د خواجه کمال او زمانخېل لېسو ته مراجعه وکړه، خو د ښوونځيو چارواکو ويل چې خالي بست نه لري، په داسې حال کې چې له دې وروسته يې څو ښوونکي جذب کړل.

عبدالعظيم چې د خپلې خور اسناد يې په لاس کې وو، زياته يې کړه چې دويم او درېيم ځل يې مراجعه کړې او د ښوونځيو مديرانو ورته ويلي :((که د شپږو مياشتو تنخوا راکړې، نو بست به درته پيدا کړم.))

هغه وايي چې دغو مديرانو له ٣٠ تر پنځوس زرو پورې رشوت غوښتى، په داسې حال کې چې يوه غريبه او بېوزلې کورنۍ لري او د دومره پيسو د ورکړې توان نه لري او رشوت هم نه ورکوي.

نوموړي وويل: ((په دې دريو کلونو کې يې د خپلې خور د مقررۍ لپاره د پوهنې وزير او د ولايت له دفتره څو حکمونه اخيستي، خو د ښوونځيو مديران يې نه مني.))

د عبدالعظيم په خبره، دا چې د ښوونځي د مديرانو نوم نه شو اخيستلى؛ ځکه چې د ولايتي شورا له ځينو غړو او زورواکو سره تړلي او دا کار به ده ته زيان ورسوي.

مريم وويل: ((معارف سياسي شوى؛ ځکه چې د ښوونځي هر مدير په يوه وکيل پورې تړلى او څوک يې لرې کولى نه شي.))

هغه د چا د نوم له اخيستو پرته زياته کړه، د ولايتي شورا او ولسي جرګې ځيني غړي د پوهنې په چارو کې لاسوهنه کوي، ښوونځي تر خپل کنټرول لاندې ساتي او خپل کسان د ښوونکو په توګه ټاکي.

د بغلان د پوهنې رياست سرپرست عبدالقادر شينوارى وايي چې دا څرګندونې نه ردولى او نه هم تاييدولى شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.