ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په هلمند کې تړل شوو ښوونځیو ته د بېرته فعالیت اجازه ورکړه

طالبانو په هلمند کې تړل شوو ښوونځیو ته د بېرته فعالیت اجازه ورکړه

author avatar
23 Nov 2015 - 15:23
طالبانو په هلمند کې تړل شوو ښوونځیو ته د بېرته فعالیت اجازه ورکړه
author avatar
23 Nov 2015 - 15:23

لښکرګاه (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۴): د هلمند د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په مرکزي سيمو کې تړل شوو ښوونځيو ته د بېرته فعاليت اجازه ورکړې ده.

د هلمند د پوهنې مشر عبدالمتين جعفر د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستيو جګړو له امله په مرکزي سيمو کې ٥١ ښوونځي تړل شوي وو.

جعفر وايي چې د يادو ښوونځيو د تړل کېدو له امله ٣١زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي وو.

د جعفر په وينا، وسله والو طالبانو په هغو سيمو کې د ښوونځيو مسوولينو ته د ښوونځي د بېرته فعالولو امر کړى چې اوسمهال د هغوى په ولکه کې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د وروستيو جګړو له امله په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ګرشک او مارجې ولسوالیو په ځينو سیمو کې ښوونځي تړل شوي دي.

جعفر وايي چې د روانې اونې په اوږدو کې به تړل شوي ښوونځي بېرته فعال کړي او د نورو تړل شوو ښوونځيو د خلاصون لپاره هم هلې ځلې کوي.

ده زياته کړه: ((په کجکي ولسوالۍ همدا اوس طالبان هغه ښوونکي غیر حاضر وي چې ښوونځیو ته نه ورځي او موږ کوښښ کوو چې له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسېږو څو ټول بند ښوونځي بېرته فعال کړو.))

د هغه په وينا، يواځې هغه ښوونځي به تړلې پاتې شي چې د جګړو په سيمو کې دي، نور به ټول د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر لېسې د اتم ټولګي زده کوونکي برهان الدین پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوښ يو چې زموږ مکتبونه بېرته فعالېږي.))

د هغه په وينا، د يو شمېر زده کوونکو ښوونځي په هغو سيمو کې دي چې د دولت په ولکه کې دي خو په لارو کې د خښ شوو ماينونو د خطر له امله ښوونځيو ته  نه شي ورتلاى.

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو یوې سرچینې پژواک ته د نوم د نه ښودو په شرط  وویل چې طالبان د زده کړو له  بهیر سره مخالفت نه لري او نه يې هم د ښوونځيو د بندېدو امر کړى دى.

هغه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په اړه وويل چې د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کېدو په اړه يواځې د دوى اړوند مسوولين خبرې کولاى شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.