د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

قدير: دداعش ډلې مشران کابل کې ژوند کوي او د ملي امنيت شورا ملاتړ له ځان سره لري

قدير: دداعش ډلې مشران کابل کې ژوند کوي او د ملي امنيت شورا ملاتړ له ځان سره لري

Nov 23, 2015 - 17:44

کابل(پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې لومړى مرستيال ادعا کوي چې د (( داعش)) ډلې مشران په کابل کې دي او ملي امنيت شورا له دې ډلې ملاتړ کوي، خو ملي امنيت شورا دا څرګندونې غير مسوولانه او له حقيقت څخه لرې بللې دي.

 د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير شاوخوا درې مياشتې وړاندې ننګرهار ته تللى و، څو له داعش ډلې سره مبارزه وکړي.

هغه نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې حاضر شو او ويې ويل:((ټول دوستان مې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي، په داسې ځاى کې دي چې نه يې د  ورځې او نه د  شپې معلومات اخيستل کېږي، خو له دښمن سره هم حکومت، هم پاکستان او هم ټوله نړۍ مرسته کوي، خو موږ په کمو امکاناتو سره هلته پراته يو.))

 هغه وويل چې له داعش سره  يې د مبارزې په برخه کې له حکومت نه هېڅ مرسته نه ده تر لاسه کړې او ټول امکانات يې خپله او دوستانو ورته چمتو کړي دي.

نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې چې خلک په خپلو کورونو کې تومانچه نه لري، داعش ځواکونه له ټانک او الوتکې پرته په هر ډول پرمختللو وسلو لکه دهشکه او زيکو يو سمبال دي.

هغه وايي،  د ځينو ولايتونو لکه بدخشان، فارياب، کندوز، تخار، کونړ، نورستان، لغمان او نورو ولايتونو د نا امنيو پلان خپله همغه ولايت کې جوړېږي، څنګه چې د کندوز والي هر وخت د امنيت د شتون خبرې کولې، تر دې چې ولايت د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ونيول شو.

 نوموړي زياته کړه:((که چېرته همغه ورځ جلال اباد ته نه واى تللى، جلال اباد به تر ٢٤ ساعتونو پورې سقوط کړى و، پلان همدا و او دا چې څنګه د دښمن د پلان مخنيوى وشو او شنډ، زياتو توضيحاتو ته اړتيا لري.))

هغه له داعش سره پر مبارزه ټينګار وکړ او ويې ويل:((هر کله چې يو بهرنى کس د سيل او سوداګرۍ لپاره راځي، را دې شي، خو څوک چې د افغانانو د سر پرې کولو لپاره راځي، هر کس چې غير افغان وي، نو دلته به يې سر پرې شي.))

د هغه په خبره، شاوخوا ٢٠ زره کورنۍ له پاکستان نه د ننګرهار شينوارو ولسواليو ته راغلې چې اکثره يې وسلې لري او پاکستاني کارتونه ورسره دي.

 هغه زياته کړه چې دا کسان په دې سيمو کې د نا امنيو لامل شوي.

هغه وويل چې دې کورنيو ته يې اعلان کړى چې له سيمې د وتلو تصميم ونيسي او که نه هغوى به په زور وباسي او يا به سيمه ورته هديره کړي.

هغه زياته کړه چې ددې موضوع له اعلان وروسته شاوخوا ٧٠٠ افريدي کورنۍ له سيمې وتلې، خو حکومت ورته ويلي چې مه ځئ، هملته پاتې شئ.

نوموړي وويل:((همدا اوس حکومت په مستقيم او غير مستقيم ډول زما لپاره خنډونه رامنځته کوي، خو زه له خداى (ج )پرته د بل چا پروا نه لرم.))

 

 د هغه په خبره، کافي اسناد په واک کې لري او څرګندوي چې ملي  امنيت شورا په دې برخه کې مخامخ لاسوهنه کوي، دا اسناد به په مناسب وخت کې ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

هغه ادعا وکړه او ويې ويل:((همدا اوس تاسې خبر ياست چې په خداى قسم د داعش چارواکي او قوماندانان په کابل کې ژوند کوي، په سفارتونو کې دي، زموږ امنيتي ادارو ته ځي، نور څوک دي چې زموږ ځمکنۍ بشپړتيا يې نا ارامه کړې او وژني يې، زما دښمن دى يا خپله زه يم.))

 نوموړى وايي:((د سلاکار دنده سلا ورکول دي او په هېڅ صورت کې اجرايي واک نه لري، خو نن سلاکار ټول افغانستان قبضه کړى او افغانستان د بربادۍ خواته کاږي، هېڅوک هم نشته چې خپل غږ اوچت کړي.))

هغه زياتوي:((بيا هم غوښتنه کوم چې امنيتي ارګانونه په ځانګړي ډول ملي امنيت شورا موږ ته سلا مشوره راکړي چې ته يوه مشورتي اداره يې، ته يوه اجراييوي اداره نه يې، ته اجرايوي واک نه لري، ټول حکومت دې قبضه کړى.))

 هغه د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر ته په خطاب کې وويل:((ته راشه دواړه د يوه سمت يو، زه د جلال اباد او ته لغمانى يې، که ته په خپل همدې ځواک سره لغمان ته خپل کلي ته لاړې منم دې، خو زه دې کلي ته هم ځم، که دې کلي کې ستونزه وي حل کوم يې او ولايت ته هم ځم.))

هغه همدارنګه ادعا وکړه چې داسې اسناد لري چې ملي امنيت شورا د کومو کسانو  

ظاهر قدير د جزيياتو له ورکړې پرته په دې اړه زياته کړه چې د يوه افغان په توګه مسووليت او دنده لري چې دا موضوع له خلکو سره شريکه کړي.

د هغه په خبره ، دښمن( داعش ډله) د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په تختو يا زيارت سيمې په وروستۍ برخه کې موقعيت لري چې د غرونو له لارې پنحۀ ساعته پلى  واټن لري، اردو او پوليس له هغه سيمې نه شي ورتللى.

د قدير د څرګندونو پر بنسټ، هغه  ادعا چې ګني پوليسو او اردو په ننګرهار کې له ٤٠٠ تر ٥٠٠ پورې داعش وسله وال وژلي، ناسمه ده، ځکه چې په خبره يې دا نور کسان دي چې داعشيان يې له منځه وړي دي.

 هغه په ډاګه کړه چې دوه مياشتې مخکې د ننګرهار د خلکو سر پرې کېده، خو نن هلته د افغانستان د دښمنانو سرونه پرې کيږي او دا يوه ستره لاسته راوړنه ده چې په ننګرهار کې د افغانستان د دښمني سر پرې کېږي.

هغه وايي چې شينواري سيمه د داعش مرکز او د ننګرهار دروازه ده، ننګرهار د کابل او کابل د ټول افغانستان دروازه ده. د هغه په خبره، ددې ستونزې شتون په ٣٤ ولايتونو کې د ستونزو د شتون مانا لري.

 هغه همدارنګه زياته کړه چې ننګرهار د داعش د توليد په فابريکه بدل شوى او که چېرته د داعشيانو د توليد مخنيوى ونه شي، د داعش د څو غړو په له منځه وړلو سره به په نورو ولايتونو کې د داعش فعاليتونه کم نه شي.

قدير د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د ملي امنيت شورا د بوديجې په برخه کې ډېره پاملرنه وکړي، ځکه چې ملي امنيت شورا هغه ډېرې بوديجې ته چې دې ادارې ته په پام کې نيول شوې، هېواد د بربادۍ خواته را کاږي.

په ورته وخت کې د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د ولسي جرګې د لومړي مرستيال څرګندونې غير مسوولانه او له حقيقت لرې وبللې چې په وينا يې د  هغه د شخصي موخو لپاره دي او په مطلق ډول يې ردوي.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل:((د ښاغلي قدير څرګندونې د شخصي ملېشه جوړونې لپاره د غير قانوني سرچينو د موندلو، د عامه ذهنونو د ګډوډۍ او له داعش سره د مبارزې د ملي روحيې د کمزوري ښودلو لپاره دي.))

د هغه په خبره، د ملي امنيت شورا د حقايقو د روښانتيا،عامه ذهنت د انحراف او ملي روحيې د پياوړتيا لپاره، له ارګ او ملي شورا له رياست غواړي چې د ظاهر قدير د غير مسوولانه څرګندونو او د شخصي مليشه جوړونې د هڅو لپاره  وټاکي.

 

 

 

 

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement