ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختيځو ولايتونو کې ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ختيځو ولايتونو کې ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
23 Nov 2015 - 12:14
په ختيځو ولايتونو کې ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
23 Nov 2015 - 12:14

جلال اباد- اسعداباد (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي چې د ختيځو ولايتونو په ځينو سيمو کې د عملياتو پر مهال ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر يې ژوندي نيول شوي دي.‌

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې تېره شپه د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې ګډو امنيتي ځواکونو د يادې ولسوالۍ د قلعه ټک په سيمه کې ګډ جګړه ييز او چاڼيز عمليات په لاره اچولي وو چې د حيدرغر په سيمه کې يې له وسله والو مخالفينو سره نښته رامنځته شوه.

سرچينې زياته کړې چې د دې نښتې پر مهال له هوايي ځواکه هم مرسته وغوښتل شوه چې د ځمکني او هوايي عملياتو په پايله کې د يوه سرګروپ په ګډون شپـږ وسله وال ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شول.

سېلاب قول اردو وايي چې په دغو عملياتو کې ملي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې په ځينو عملياتو کې اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځيني ژوندي نيول شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د حصارک ولسوالۍ په جوکان سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په نښته کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

خوږياڼى دغه راز وايي چې امنيتي ځواکونو په اچين ولسوالۍ کې يو پاکستانى وسله وال له وسلې سره او په نورو سيمو کې يې څلور نور وسله وال هم نيولي دي.

دغه راز په نورستان ولايت کې هم د عملياتو پر مهال ٩ وسله وال نيول شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان اکرام الدين سريع پژواک اژانس ته وويل، داعمليات د ولايت د مرکز پارون اړوندو سيمو کې وروسته له هغه ترسره شول، چې د پوليسو پر يوه رېنجر چاودنه وشوه، خو زيان يې نه درلود.

دى وايي چې په عملياتو کې ٩ وسله وال له وسلو او مهماتو سره ژوندي نيول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.