د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ډاکټر عبدالله د "حزب التحرير" د فعاليتونو پر پراختيا اندېښنه څرګنده کړه

ډاکټر عبدالله د "حزب التحرير" د فعاليتونو پر پراختيا اندېښنه څرګنده کړه

Nov 23, 2015 - 13:26

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د حکومت اجرايي مشر وايي چې "حزب التحرير" د ترهګرو سازمانونو ملکي څانګه ده چې د هېواد په اکاډميکو بنسټونو کې يې پراخ نفوذ کړى او ځوان نسل بنسټ پالنې ته هڅوي.

ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا په غونډه کې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې په نننۍ ناسته کې د "حزب التحرير" د فعاليتونو څرنګوالى څېړل کېږي.

هغه زياته کړه، دا ګوند خپل ډېر فعاليتونه په اکاډميکو ساحو، ټولنو او په ځانګړي ډول د ځوانانو په منځ کې ترسره کوي او په حقيقت کې د ويره اچوونکو سازمانونو ملکي څانګه ده چې ځوان نسل او خلک بنسټپالنې او ترهګريزو فعاليتونو ته هڅوي.

د حکومت اجرايي مشر زياته کړه: ((حزب التحرير پراخ فعاليتونه لري او دا فعاليتونه د امنيتي ارګانونو له سترګو لرې نه دي، خو هغه اړينه پاملرنه چې د دغو فعاليتونو د مخنيوي لپاره بايد شوې واى، تر اوسه نه ده شوې.))

"حزب التحرير" په ١٩٥٣ کال کې د تقي الدين النبهاني روحاني فلسطيني له خوا په بيت المقدس کې تاسيس شو چې موخه يې په ټوله نړۍ کې د خلافت رامنځته کول بلل شوي دي.

دغه سازمان په مرکزي اسيا، افغانستان او سوېلي اسيا کې فعالې څانګې لري. ځينو هېوادونو دغه سازمان ترهګريز سازمان بللى او ځينو هېوادونو يې فعاليتونه په تاوتريخوالي کې د لاس لرلو په تور ممنوع اعلان کړي دي.

په افغانستان کې هم په ځانګړي ډول په ځينو دولتي پوهنتونونو او ځينو ولايتونو کې د دغه ګوند د فعاليتونو په اړه اندېښنه څرګنده شوې، خو دا لومړى ځل دى چې د حکومت يو لوړ پوړى چارواکى يې د فعاليتونو د پراختيا په اړه اندېښنه څرګندوي.

د حکومت اجرايي مشر وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان اساسي قانون په اډانه کې سياسي ګوندونو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوې، "حزب التحرير" يو سياسي ګوند نه دى، بلکې په ترهګرو ډلو پورې اړوند ارګان دى.

هغه څرګنده کړه: ((د دغه ګوند فعاليتونه د ازادۍ او ديموکراسۍ له حق او د سياسي فعاليتونو لپاره د اساسي قانون د ورکړي حق نه ناوړه ګټه اخيستنه ده چې په هېواد کې د نا امنيو د دوام  سبب ګرځي.))

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement