ښرنه (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٤): په پکتيکا کې د مدني ټولنو غړي وايي چې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې او له دې جګړې يواځې بهرنۍ استخباراتي شبکې ګټه پورته کوي.
د مدني ټولنو غړو دغه څرګندونې وړم کال په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د وژل شوو عامو وګړو په تلين غونډه کې وکړې.
د ١٣٩٢کال د ليندۍ مياشتې په ٢يمه د يحيى خېلو ولسوالۍ د واليبال په لوبغالي ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې د ماشومانو په ګدون ٧٥ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا د مدني تولنې مشر يعقوب خان منظور وويل، کلونه کېږي چې په هېواد کې جګړه روانه ده او له دې جګړې يواځې بهرنۍ استخباراتي شبکې ګټې پورته کوي.
خو هغه د یادو ګټو په اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.
هغه د يحيى خېلو ولسوالۍ د وړم کال پېښې ته په اشارې سره وويل: ((په دې پېښه کې د ځوانانو تر څنګ ماشومان او سپين ږيري هم ووژل شول، دا کار په کوم دين کې روا دى؟))
د هغه په وينا، په هېواد کې د اسلام تر نامه لاندې جګړه روانه ده خو ډېری وخت په کې يواځې عام خلک وژل کېږي.
د پکتيکا د مدني ټولنې دفتر مرستيال امان کټوازی هم وايي چې په هېواد کې له روانې جګړې يواځې بهرنيان ګټه پورته کوي.
ده له حکومته غوښتنه وکړه چې په يحيى خېلو ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت تر څنګ نورې رغنيزې چارې هم ترسره کړي.
په دې غونډه کې د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابري وويل چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد ټول سره يو لاس شي.
هغه زياته کړه: ((د دې خاورې دښمنانو نه په ځوان نه په سپين ږيري او نه هم پر ښځو رحم وکړ، ټول يې بايد پر وړاندې ودرېږو.))
دغه راز د پکتيکا مرستيال والي عطاءلله فضلي وويل چې امنيتي ځواکونه شپه او ورځ په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن