جلال اباد (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٤): وسله والو کسانو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ دوه کسان وژلي دي.
د کامې يوه اوسېدونکي عبدالله د لړم په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د ولسوالۍ د ده غازي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ د ځمکې پر سر لانجه وه چې تر دې مخکې يې هم سره شخړې او قتلونه کړي دي.
د نوموړي په وينا، نن سهار د يوې کورنۍ وسله وال د بلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او دوه وروڼه يې وژلي دي.
تر يادې پېښې وروسته د يادې سيمې اوسېدونکو او د وژل شوو کسانو د کورنيو غړي د وژل شوو کسانو جسدونه جلال اباد ښار کې د ولايت مقام مخې ته راوړي وو او له دولته يې د دې پېښې د پلټنو غوښتنه کوله.
بلخوا د سيمې ځيني اوسېدونکي ادعا کوي چې ياد وسله وال د ننګرهار د پخواني والي مولوي عطاء الله لودين کسان وو.
د ننګرهار پخوانی والي مولوی عطاءالله په ياده پېښه کې د وژل شوو کسانو له کورنيو سره د غمرازۍ د ښودلو تر څنګ وايي چې دا پېښه په ده پورې هېڅ تړاو نه لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زه نه په کامه کې وسله وال کسان لرم او نه په دې ډول قضاياوو کې ځان ښکېلوم، زه د يوه مسلمان او عالم په توګه د مسلمان د وينې قدر تر هرچا ښه پېژنم.))
مولوي لودين وايي، هر چا چې دا قضيه په ده پورې منسوبه کړې، هغه د ظالمانه قضاوت مرتکب شوي، ستره تېروتنه او د ده شخصيت وژنه يې کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په کامې ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.
هغه ومنله چې د سيمې اوسېدونکو جسدونه جلال اباد ښار ته راوړي وو او زياته يې کړه چې والي اړوند ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې د دې پېښې سمه څېړنه وکړي.
خوږياڼي وويل چې پوليسو په دې اړه پلټنې کړې او تر اوسه يې له دې پېښې سره د تړاو په تور دوه کسان نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن