کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د ماليې وزير، د راتلونکي مالي کال د بوديجې طرحه چې نږدې ٤٦٢ مليارده افغانۍ ده، ولسي جرګې ته وړاندې کړه.
دغه طرحه د لړم مياشتې په ١٧ مه مشرانو جرګې ته وړاندې شوې وه او يادې جرګې دغه طرحه له خپل وړانديز شوي نظر سره يو ځاى ولسي جرګې ته ولېږله. د افغانستان مالي کال، د مرغومي مياشتې په لومړۍ نېټه پيلېږي.
د مشرانو جرګې غړو ويلي وو چې د بوديجې په طرحه کې شاملې ډېرى پروژې د تېرو کلونو اړوند دي او په دې بوديجه کې د ولايتونو تر منځ توازن په پام کې نه دى نيول شوى.
د ماليې وزير محمداکليل حکيمي نن د يادې طرحې په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړل.
د هغه د معلوماتو پر بسټ، په دط طرحه کې ٢٨٣،٣ مليارده افغانۍ عادي بوديجه او ١٧٨،٥ مليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه شامله ده او په ټوليز ډول د روان مالي کال د بوديجې پر وړاندې ٦ سلنه لوړوالى په ګوته کوي.
سرچينه زياتوي چې د عادي بوديجې پنځوس سلنه او د پراختيايي بوديجې ٨٩ سلنه يې له بهرنيو سرچينو تمويليږي.
د ماليې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د بوديجې په طرحه کې د مهمو بنسټيزو او لويو پراختيايي پروژو او د کوچنيو نيمو پاتو پروژو د کار د دوام تمويل؛ د هغو مالي محدوديتونو له مخې چې وړاندوينه يې شوې او د بوديجې د پيسو ډېره برخه په ترتيب سره د امنيت، پوهنې او روغتيا برخو ته ځانګړې شوې ده.
د اساسي قانون د ٩٨مې مادې پر بنسټ، د دولت بوديجه او پراختيايي پروګرامونه مشرانو جرګې او د دې جرګې له نظر او مشورې وروسته بيا ولسي جرګې ته وړاندې کېږي.
د بوديجې طرحه د ولسي جرګې له تاييد وروسته ځانته اجرايي بڼه غوره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن