ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوه ساپي کې بې پيلوټه الوتکه لوېدلې

کوه ساپي کې بې پيلوټه الوتکه لوېدلې

author avatar
25 Nov 2015 - 12:06
کوه ساپي کې بې پيلوټه الوتکه لوېدلې
author avatar
25 Nov 2015 - 12:06

چاريکار (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د بهرنيو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه د پروان په کوه ساپي ولسوالۍ کې غورځېدلې ده.

د کوه ساپي ولسوال سيف الله بيدار د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه لس بجې د دې ولسوالۍ په احمدزيو سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو يوه وړه بې پيلوټه الوتکه چې په سيمه کې يې کشفي فعاليت درلود، ناڅاپه په يوه شاړه ځمکه کې غورځېدلې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي چې دا بې پيلوټه الوتکه د دوى د کسانو له خوا تر ويشتل کېدو وروسته رانسکوره شوې ده.

بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.