ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماينونه تر ټولو ډېر کسان افغانستان کې زيانمنوي

ماينونه تر ټولو ډېر کسان افغانستان کې زيانمنوي

author avatar
26 Nov 2015 - 14:48
ماينونه تر ټولو ډېر کسان افغانستان کې زيانمنوي
author avatar
26 Nov 2015 - 14:48

کابل(پژواک، ۵ ليندۍ ۹۴): له ماين څخه د اغېزمن شويو افغانانو موسسه (ALSO) وايي، په افغانستان کې تېر زېږديز کال د وړم کال په پرتله د ماينونو د قربانيانو شمېر ۲۳ سلنه لوړ شوى دى.

له ماين څخه د اغېزمن شويو افغانانو د موسسې مشر اسلام الدين محمدي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، دغه سلنه د هغه راپور برخه ده چې نن د ملګرو ملتونو په مقر کې خپرېږي.

دى وايي، چې دغه راپور د ماينونو پر وړاندې د مبارزې نړيوال کمپاين (ICBL)، له ماين څخه د اغېزمن شويو افغانانو موسسې او د معلولينو ټولنيز مرکز (CCD) له خوا برابر شوى دى.

هغه وويل: " د ۲۰۱۳ زېږديز کال په پرتله په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د ماينونو له امله د قربانيانو په شمېر کې ۲۳ سلنه لوړوالی ډېر بوږنونکی دی او دا شمېر ددې ښودنه کوي چې په دې برخه کې اړينې کړنې نه دي ترسره شوي."

محمدي زياتوي، په ۲۰۱۳ زېږديز کال په افغانستان کې د ماينونو د چاودنې له امله ٣٨٤ تنه وژل شوي او ٦٦٦ تنه ټپيان دي.

خو دى وايي ، چې په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د ماينونو له امله ٥٧٥ تنه وژل شوي او ٧٢١ تنه ټپيان دي.

هغه وايي په راپور کې راغلي چې په يادو کسانو کې ۴۷۰ تنه ملکي وګړي، ۱۶ تنه ماين پاک کوونکي او ۸۱۰ تنه پوځيان شامل دي.

سرچينې زياته کړه چې تېر کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ځاى پر ځاى شويو ماينونو او ناچاودو مهماتو اړولې ده.

په نننۍ ناسته کې د معلولينو د ټولنيز مرکز (CCD) مرستيال احمدشاه عظيمي وويل:"له بده مرغه د درېيو لسيزو جګړو پاتي شونو په سلګونه افغانان وژلي او معلول کړي، له بده مرغه راپور ښيي چې افغانستان د ماينونو قربانيانو د ډېروالي له امله د نړۍ د نوملړ په سر کې ځای لري."

هغه د جګړې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې تردې وروسته د جګړې پر مهال ماينونه ونه کاوري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.