د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ماينونه تر ټولو ډېر کسان افغانستان کې زيانمنوي

ماينونه تر ټولو ډېر کسان افغانستان کې زيانمنوي

Nov 26, 2015 - 14:48

کابل(پژواک، ۵ ليندۍ ۹۴): له ماين څخه د اغېزمن شويو افغانانو موسسه (ALSO) وايي، په افغانستان کې تېر زېږديز کال د وړم کال په پرتله د ماينونو د قربانيانو شمېر ۲۳ سلنه لوړ شوى دى.

له ماين څخه د اغېزمن شويو افغانانو د موسسې مشر اسلام الدين محمدي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، دغه سلنه د هغه راپور برخه ده چې نن د ملګرو ملتونو په مقر کې خپرېږي.

دى وايي، چې دغه راپور د ماينونو پر وړاندې د مبارزې نړيوال کمپاين (ICBL)، له ماين څخه د اغېزمن شويو افغانانو موسسې او د معلولينو ټولنيز مرکز (CCD) له خوا برابر شوى دى.

هغه وويل: " د ۲۰۱۳ زېږديز کال په پرتله په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د ماينونو له امله د قربانيانو په شمېر کې ۲۳ سلنه لوړوالی ډېر بوږنونکی دی او دا شمېر ددې ښودنه کوي چې په دې برخه کې اړينې کړنې نه دي ترسره شوي."

محمدي زياتوي، په ۲۰۱۳ زېږديز کال په افغانستان کې د ماينونو د چاودنې له امله ٣٨٤ تنه وژل شوي او ٦٦٦ تنه ټپيان دي.

خو دى وايي ، چې په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د ماينونو له امله ٥٧٥ تنه وژل شوي او ٧٢١ تنه ټپيان دي.

هغه وايي په راپور کې راغلي چې په يادو کسانو کې ۴۷۰ تنه ملکي وګړي، ۱۶ تنه ماين پاک کوونکي او ۸۱۰ تنه پوځيان شامل دي.

سرچينې زياته کړه چې تېر کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ځاى پر ځاى شويو ماينونو او ناچاودو مهماتو اړولې ده.

په نننۍ ناسته کې د معلولينو د ټولنيز مرکز (CCD) مرستيال احمدشاه عظيمي وويل:"له بده مرغه د درېيو لسيزو جګړو پاتي شونو په سلګونه افغانان وژلي او معلول کړي، له بده مرغه راپور ښيي چې افغانستان د ماينونو قربانيانو د ډېروالي له امله د نړۍ د نوملړ په سر کې ځای لري."

هغه د جګړې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې تردې وروسته د جګړې پر مهال ماينونه ونه کاوري.

 همدراز عظيمي له دولت نه  هم وغوښتل چې د معلولينو د ژوند د ښه والي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيالې جميلې افغاني وويل:" زموږ وزارت خپلو امکاناتو ته په پام د معلولينو د ژوند د ښه والي لپاره هڅې کوي، په دې لټه کې يو تر څو دغه وزارت وکولای شي ټولو اړو کسانو ته اړين خدمات ترسره کړي."

ددې وزارت دمعلوماتو له مخې، دا مهال له ياد وزارت سره ۲۰۰زره معلول کسان ثبت دي چې تن ته مياشتنۍ ۵ زره افغانۍ تنخوا ورکول کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګى يوې غړې  ويلى دي چې  په هېواد کې ۸۹ زره خيالي معلولين شتون لري چې په نوم يې امتيازات اخيستل کيږي او د نورو جيبونو ته ځي.

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement