ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کندوز ته لاړ

ولسمشر کندوز ته لاړ

author avatar
26 Nov 2015 - 08:49
ولسمشر کندوز ته لاړ
author avatar
26 Nov 2015 - 08:49

کابل(پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندوز ته لاړ او هلته به په امنيتي، اداري او يوه بله ناسته کې برخه واخلي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزير ويس برمک، د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش، ځينې نور حکومتي چارواکي، د ملي شورا ځينې غړي او خبريالان له ولسمشر سره په دې سفر کې ملګرتيا کوي.

سرچينه زياتوي چې ولسمشر غني او ورسره چارواکي به په کندوز کې لومړى په يوه امنيتي او وروسته په يوه اداري او بله لويه ناسته کې برخه واخلي.

د ولسمشر او ورسره کسانو لېږدوونکې الوتکه څو شېبې وړاندې ( سهار اته نيمې بجې) کابل کې د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه د کندوز پر لور والوته.

  ولسمشر  د تلې په ٢٤مه هم  کندوز ته  تللى و او هلته يې په يوه ناست کې د امنيتي ځواکونو يو شمېر منسوبينو ته مډالونه ورکړل.

د کندوز ښار د تلې په شپږمه د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد، خو تر څو ورځو جګړو وروسته بېرته دولتي ځواکونو ونيو.

د راپورونو له مخې، په دغې جګړه کې طالبانو او دولتي ځواکونو ته له مرګ ژوبلې پرته، ډېر  ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.