ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٨٠ پېښې ثبت شوي

په غزني کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٨٠ پېښې ثبت شوي

author avatar
26 Nov 2015 - 14:36
په غزني کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٨٠ پېښې ثبت شوي
author avatar
26 Nov 2015 - 14:36

غزني ښار(پژواک،۵ليندۍ۹۴): په غزني ولايت کې د تېر يو کال په اوږدو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اتيا پېښې ثبت شوې دي.

دغه څرګندونې د غزني ولايت د ښځو چارو مشرې شکريې ولي د ليندۍ په پنځمه غزني کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغې وويل چې په تېريو کال کې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اتيا پېښې ثبت شوې دي.

نوموړې وويل چې په دغو پېښو کې د وهلو ترڅنګ له کوره د تېښتې پېښې هم شاملې دي.

د هغې د معلوماتو له مخې، د تاوتريخوالي دغه پېښې د غزني په ښار او ځينو ولسواليو کې ترسره شوې دي.

مېرمن ولي زياته کړه : (( بې کاري، بې سوادي، په نشه يي توکو د خاوندانو روږدېدل او له قانون څخه بې خبري د دې پېښو لاملونه دي.))

هغې په غزني کې له مدني ټولنو، رسنيو او نورو اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړي.

په دغه غونډه کې د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي هم وويل چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډيرې شوې دي.

احمدي وايي چې په غزني کې له ښځو سره د بد چلند له امله د طلاق پېښې هم مخ په زياتېدو دي.

د هغه په وينا، حکومت اړ دى چې په دغه ولايت او نور هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي.

 په ياده غونډه کې ديني عالم شيخ توصلي وويل چې د تاوتريخوالي ډيرې پېښې له قانون څخه د ناخبرۍ په صورت کې رامنځته کيږي.

دده په خبره چې ښځې ته هم بايد د نارينه وو په څېر د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي ، ترڅو د تاوترخوالي پېښې کمې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.