ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ١٦٠٠ کډوالو ته د استوګنې ځمکې ورکول کېږي

په کندهار کې ١٦٠٠ کډوالو ته د استوګنې ځمکې ورکول کېږي

author avatar
26 Nov 2015 - 16:25
په کندهار کې ١٦٠٠ کډوالو ته د استوګنې ځمکې ورکول کېږي
author avatar
26 Nov 2015 - 16:25

کندهار ( پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤ ) : د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، په کندهار کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ٢٤٠٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې په لومړي ګام کې به ١٦٠٠ کډوالو ته د استوګنې يوه- يوه نومره ځمکه ورکړل شي.

په هېواد کې د نوې ادارې له راتلو وروسته دا لومړى ځل دى چې په کندهار کې پر کډوالو ځمکې وېشل کېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي چې په همدې اړه يې نن د لېندۍ په ٥مه کندهار ته سفر کړى و، له والي او اړوندو نورو مسوولينو سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته معلومات ورکړل.

بلخي وويل، څو ورځې وړاندې يې د وزارت اړوند يو تخنيکي ټيم کندهار ته را استولى و، څو دغلته د کډوالو لپاره په ځانګړي شوي ښارګوټي کې د استوګنې نومرې معلومې او خط اندازي کړي.

هغه زياته کړه، اوس يې په خپله د يوه پلاوي په ملتيا دې ولايت ته سفر کړى، څو ښارګوټى له نږدې وويني او د استوګنې لپاره اماده شي.

نوموړي خبر ورکړ چې ډېر ژر به په دغه ښارګوټي کې د پاکو اوبو، سړکونو او برېښنا اسانتياوې برابرې کړي او وروسته به د ولايت د مرستيال په مشرۍ د ټاکل شوي کمېسيون له خوا پر کډوالو د استوګنې د نومرو وېش پيل شي.

د کډوالو وزير وويل، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې وار له مخه ورته ښارګوټي جوړ شوي، خو په کندهار کې له ژمنو سربېره تر اوسه دغه کار نه و شوى.

دى وايي، په لومړي ګام کې به ١٦٠٠ کډوالو کورنيو ته ځمکې ورکړل شي چې له ګاونډيو هېوادونو را ستانه شوي او د دې ولايت اصلي اوسېدونکي دي.

بلخي دغه راز يادونه وکړه چې په کندهار کې له يادو شوو کډوالو سربېره هغه زرګونه کډوال هم مېشت دي چې د بېلابېلو ستونزو له امله په تېرو کلونو کې دغه ولايت ته راغلي دي.

دغه زرګونه کډوال د کندهار په ميوند او ژيړۍ کې په جوړو شوو کمپونو کې استوګن دي.

نوموړي وويل، لومړى به په دې اړه يوه څېړنه کوي، تر څو دغه کډوال وپېژندل شي، وروسته به هغوى وهڅوي چې په خپله خوښه خپلو  ولايتونو ته ستانه شي چې دولت به ورسره د ترانسپورټ او په خپلو ولايتونو کې د استوګنې د ځمکو مرسته هم وکړي.

د کډوالو چارو وزير په ټوليزه توګه له ګاونډيو هېوادونو څخه د کډوالو د راستنېدو په اړه وويل، اړوند وزارت هر کال د ٢٠٠ زره کډوالو لپاره امادګي لري چې خپل هېواد ته راستانه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.