کابل ( پژواک، ٦ ليندۍ ٩٤ ) : راپورونه وايي چې د افغانستان پنځه نور وګړي په سوريه کې د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ جګړو کې وژل شوي او په دې وروستيو کې د ايران په پلازمينه تهران کې خاورې ته سپارل شوي دي.
په ايران کې د ازادۍ راډيو څانګې ( راډيو فردا) د ليندۍ په ٥ مه، خبر ورکړى چې دغه افغانان د تېرې اونۍ په اوږدوکې د تهران په بېلا بېلو سيمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په وژل شويو افغانانو کې نور محمد عباسي، ظاهر رحيمي، حسين مدبر ، رحمت هاشمي او محمد حسين هاشمي شامل دي چې عمرونه يې د ١٩ او ٢١ کلونو ترمنځ وو.
په راپور کې راغلي چې په سوريه کې د وژل شويو افغانانو د جنازې په مراسمو کې د تهران ښار ځايي چارواکو او مسوولينو هم برخه اخيستې وه.
بلخوا ايراني رسنيو په سوريه کې وژل شويو افغانانو ته د (( حضرت زينب د حرم د ساتونکو)) نوم ورکړى چې د دوى په وينا، په سوريه کې د تکفيري فرقې له خوا وژل شوي دي.
ويل کېږي، چې ياد کسان د (لشکرفاطميون) د ډلې غړي وو چې سوريې ته د جګړې لپاره استول شوي وو.
د فاطميون لښکر له هغو افغانانو څخه جوړ شوى چې د ايران د حکومت له خوا د سوريې د ولسمشر بشارالاسد مخالفينو سره د جګړې لپاره هلته استول کېـږي.
د امريکايي رسنۍ وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې، د ايران حکومت د ٥٠٠ امريکايي ډالرو او په ايران کې د اوسېدو د اجازې په بدل کې زرګونه افغان کډوال سوريې ته د جګړې لپاره لېږلي دي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه ٣٥٠٠ افغانان چې هزاره توکم دي، سوريې ته د جګړې لپاره استول شوي چې لسګونه يې تر اوسه وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن