ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوريې د حکومت په ملاتړ پنځه نور افغانان وژل شوي

د سوريې د حکومت په ملاتړ پنځه نور افغانان وژل شوي

author avatar
27 Nov 2015 - 12:06
د سوريې د حکومت په ملاتړ پنځه نور افغانان وژل شوي
author avatar
27 Nov 2015 - 12:06

کابل ( پژواک، ٦ ليندۍ ٩٤ ) :  راپورونه وايي چې د افغانستان پنځه نور وګړي په سوريه کې د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ جګړو کې وژل شوي او په دې وروستيو کې د ايران په پلازمينه تهران کې خاورې ته سپارل شوي دي.

په ايران کې د ازادۍ راډيو څانګې ( راډيو فردا) د ليندۍ په ٥ مه، خبر ورکړى چې دغه افغانان د تېرې اونۍ په اوږدوکې د تهران په بېلا بېلو سيمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په وژل شويو افغانانو کې نور محمد عباسي، ظاهر رحيمي، حسين مدبر ، رحمت هاشمي او محمد حسين هاشمي شامل دي چې عمرونه يې د ١٩ او ٢١ کلونو ترمنځ وو.

په راپور کې راغلي چې په سوريه کې د وژل شويو افغانانو د جنازې په مراسمو کې د تهران ښار ځايي چارواکو او مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

بلخوا ايراني رسنيو په سوريه کې  وژل شويو افغانانو ته د (( حضرت زينب د حرم د ساتونکو)) نوم  ورکړى چې د دوى په وينا، په سوريه کې د تکفيري فرقې له خوا وژل شوي دي.

ويل کېږي، چې ياد کسان د (لشکرفاطميون) د ډلې غړي وو چې سوريې ته د جګړې لپاره استول شوي وو.

د فاطميون لښکر له هغو افغانانو څخه جوړ شوى چې د ايران د حکومت له خوا د سوريې د ولسمشر بشارالاسد مخالفينو سره د جګړې لپاره هلته استول کېـږي.

د امريکايي رسنۍ وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې، د ايران حکومت د ٥٠٠ امريکايي ډالرو او په ايران کې د اوسېدو د اجازې په بدل کې زرګونه افغان کډوال سوريې ته د جګړې لپاره لېږلي دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه ٣٥٠٠ افغانان چې هزاره توکم دي، سوريې ته د جګړې لپاره استول شوي چې لسګونه يې تر اوسه وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.