کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): د پاکستان لومړی وزير نوازشريف غواړي له ولسمشر اشرف غني سره وګوري خو د غني له خوا په دې اړه د رد له ځواب وروسته يې د پښتونخوا سياسي مشران رالېږلي چې د افغانستان ولسمشر له هغه سره ليدنې ته پخلا کړي.
د يادونې ده، څو مياشتې مخکې په افغانستان کې د خونړيو ځانمرګو بريدونو، نورو امنيتي پېښو او له طالبانو سره نېغ په نېغه د سولې د خبرو تر درېدو وروسته د کابل او اسلام اباد اړيکې خرابې شوې دي.
د دغو اړيکو د خرابوالي له امله دواړو هېوادونو ته د يو شمېر لوړو پوړو چارواکو سفرونه هم ځنډېدلي دي.
ټاکل شوې چې راتلونکې ميلادي مياشت (ډسمبر) کې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د استانبول د پروسې د اسيا زړه کنفرانس هم جوړ شي او که افغانستان په دغه کانفرانس کې ګډون ونه کړي، نو د پاکستان د بدنامۍ لامل کېږي.
ټاکل شوې چې دغه کنفرانس راتلونکې اونۍ په اسلام اباد کې جوړ شي، پاکستان په دې غونډه کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.
د افغانستان د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نوازشريف هڅه کوله چې د روانې اونۍ په اوږدو کې په فرانسه کې د يوې نړيوالې غونډې پر مهال له ولسمشر غني سره وګوري.
د ملګرو ملتونو له خوا (په نړۍ کې د هوا د بدلون) تر نامه لاندې دغه کنفرانس د ليندۍ په ٩مه د فرانسې په پاريس ښار کې پيلېږي چې څو ورځې به دوام وکړي.
ټاکل شوې چې په غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو ګډون وکړي.
ياده سرچينه وايي چې ولسمشر غني له نوازشريف سره د يادې غونډې په څنډه کې له ګډون څخه انکار کړى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نواز شريف بيا د انګلستان له لومړي وزير ډيوېډ کمېرون څخه غوښتي چې ولسمشر غني له ده سره ليدنې ته اماده کړي، خو ولسمشر غني د کمېرون غوښتنه هم نه ده منلې.
د حکومت ياده سرچينه وايي چې اوس نوازشريف د اشرف غني د پخلا کولو په موخه د کوزې پښتونخوا سياسي مشران کابل ته رالېږلي دي.
دغه مشران چې په کې اسفنديار ولي خان، محمود خان اڅکزى، افتاب احمد خان شېرپاو، افراسياب خټک او ځيني نور شامل دي، د تېرې پنجشنبې په ورځ مازديګر کابل ته را رسېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن