ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هانګ کانګ له افغانستان څخه د کرکټ شل اووريزه لوبه وګټله

هانګ کانګ له افغانستان څخه د کرکټ شل اووريزه لوبه وګټله

author avatar
28 Nov 2015 - 17:50
هانګ کانګ له افغانستان څخه د کرکټ شل اووريزه لوبه وګټله
author avatar
28 Nov 2015 - 17:50

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): د هانګ کانګ کرکټ لوبډلې د کرکټ شل اووريزه نړيواله لوبه له افغانستان څخه په څلورو وېکټو وګټله.

دا لوبه نن د ليندۍ په ٧مه، د متحده عربي اماراتو د ابو ظبۍ ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ملي لوبډلې د  اصغر ستانکزي د په زړه پورې پنځوسيزې پر مټ په ٢٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې جوړې کړې او هانګ کانګ ته يې د ١٦٣ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري اصغر ستانکزي ٥١، سميع الله شينواري ٣٤ او شفيق الله شفق ٣٠ منډې جوړې کړې.

د هانګ کانګ لوبډلې ياد هدف په شلم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.