ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې ځانمرګى بريد دريو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په کابل کې ځانمرګى بريد دريو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
28 Nov 2015 - 09:25
په کابل کې ځانمرګى بريد دريو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
28 Nov 2015 - 09:25

دويم تعقيب – کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): د کابل ولايت لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر مشر له يوه ځانمرګي بريده روغ ووت، خو يو ساتونکى يې وژل شوى او د يوې مېرمنې په ګډون دوه کسان ټپيان شوي دي.

د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د جنايي جرمونو د څېړنو مشر  فريدون عبيدي پژواک ته وويل چې يوه ځانمرګي بريدګر نن سهار شاوخوا ٩ بجې د کابل ښار اتمې امنيتي حوزې اړوند له طلايي ښارګوټي سره د کارته نو سړک کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کابل دفتر د مشر اول الرحمن رودوال پر موټر بريد وکړ.

سرچينې زياته کړه چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې رودوال غوښتل له خپل کوره تر راوتو وروسته په موټر کې سپور شي.

هغه وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر مشر له دغه بريده روغ وتلى، خو يو ساتونکى يې وژل شوى او موټر چلوونکى يې ژوبل شوى دى.

د جنايي څېړنو مشر وويل چې پوليسو په دې برخه کې خپلې څېړنې پيل کړې او پايله به يې وروسته له رسنيو سره شريکې کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور هم په کابل کې د دغه کمېسيون د ساحوي دفتر د مشر پر موټر د بريد پخلى وکړ.

نور همدارنګه وويل چې اول الرحمن رودوال له دغه بريد نه روغ وتلى دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي شفيق ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه څو شېبې وړاندې (سهار څه باندې نهه بجې) پر يو زرهي لنډکروزر موټر شوې ده.

هغه وويل، په چاودنه کې دری تنه چې يو ماشوم، يوه ښځه او يو موټر چلوونکی دی، ټپيان شوي دي.

دى وايي چې د موټر چلوونکي روغتيايي حالت خراب دى او چاودنه ډېره درنه وه.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.