ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست اوسېدونکو له دولته دپرمختيايي کارونو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه

د خوست اوسېدونکو له دولته دپرمختيايي کارونو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
29 Nov 2015 - 18:36
د خوست اوسېدونکو له دولته دپرمختيايي کارونو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
29 Nov 2015 - 18:36

خوست (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): د خوست د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ اوسېدونکي له دولته په خپله سيمه کې د هغو پرمختيايي کارونو د ترسره کېدو غوښتنه کوي، چې په تېرو ۱٤ کلونوکې ترې بې برخې پاتې شوي دي.

دغه ولسوالۍ تېر ۱٤ کلونه له افغان او بهرنيو ځواكونو سره د طالب وسله والو د جګړو او نورو ناامنيو شاهده وه، خو په دې وروستيو کې يې امنيتي وضعيت تر ډېره بريده ښه ښودل کېږي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د خپلو حقونو غوښتنه په هغې غونډه کې وکړه، چې  د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ په نوم د مدني بنسټ د پرانيستې په موخه نن جوړه شوه او د يادې ولسوالۍ قومي مشرانو، ديني عالمانو او نورو لسګونو خلکو په کې ګډون کړی و.

د خوست د شيخ زايد پوهنتون استاد او د ياد بنسټ يوه غړي حضرت محمد بهار پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې بنسټ څخه يې موخه یواځې د سيمې د خلکو د خیر ښګېڼې لپاره کار کول دي.

د ده په وينا، دغه بنسټ له هېڅ کومې سياسي ډلې سره تړاو نه لري او مالي تمويل يې د سيمې د سوداګرو او نورو بډايه خلکو پر غاړه اخيستی دی.

هغه زياته کړه، د دې بنسټ له لارې به وکولی شي، د ځوانانو د علمي وړتياوو د لوړاوي او زده کړو پر برابرولو سربېره، د هغو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي، چې کابو ۱۳ کاله ترې محروم شوي دي.

دى وايي: ((زموږ سيمه د خوست تر ټولو ناامنه سيمه وه او خلکو يې ډېرې ستونزې زغملې دي، خو اوس يې امنيت ډېر ښه دی. موږ هرومرو خپل حقونه تر لاسه کوو.))

د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ قومي مشر حاجي اسماعيل خان له دولته وغوښتل، چې د دوی سيمې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو شته ستونزو ته د هواري لار وموندل شي.

نوموړي د ياد بنسټ له مسوولينو هم غوښتنه وکړه، چې په خپله سيمه کې د بيارغونې، ښوونې او روزنې او نورو ټولنيزو برخو کې د پرمختيايي پروژو د لاسته راوړلو لپاره پوره هلې ځلې وکړي.

هغه پژواک خبري ازانس ته وويل: ((سړکونه مو کنډ او کپر دي. ګڼ ښوونځي مو ودانۍ نه لري. ځمکې مو للمي دي، خو اوبه نه ورته لرو. د دې ترڅنګ نورې عمده ستونزې هم شته، چې بايد ورته جدي پاملرنه وشي.))

د ياد بنسټ بل غړی رباني وحدت وايي، د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره يې لازمه وګڼله، چې مدني بنسټ ولري او له يوه معلوم ادرس څخه خپله مبارزه پرمخ يوسي.

هغه وايي: ((موږ د خپلې سيمې له ځوانانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره ګڼې ناستې کړې دي. د هغو مواردو پربنسټ چې زموږ په اساسنامه کې لیکل شوي، هيله لرو چې هرومرو به موخې ته رسېږو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.