ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنا شرکت رييس مشرانو جرګې ته وربلل کېږي

د برېښنا شرکت رييس مشرانو جرګې ته وربلل کېږي

author avatar
29 Nov 2015 - 18:25
د برېښنا شرکت رييس مشرانو جرګې ته وربلل کېږي
author avatar
29 Nov 2015 - 18:25

کابل (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): مشرانو جرګې، کابل ښار کې د برېښنا له غيرعادلانه وېش څخه د يادې جرګې د يو شمېر غړو د ډېرو شکايتونو له امله پرېکړه کړې، چې د برېښنا شرکت مشر دغې جرګې ته راوغواړي.

د مشرانو جرګې غړي الله داد اندړ نن د يادې جرګې په عمومي ناسته کې وويل، چې په کابل ښار کې برېښنا په غيرعادلانه ډول وېشل کېږي او کوم بنسټ يې تر اوسه پورې مخه نه ده نيولي.

هغه زياته کړه: "له برېښنا څخه د چارواکو له لوري د غير اړينې ګټې اخيستو له امله په کابل ښار کې د برېښنا پرچوي رامنځته شوې، يو ٢٤ ساعته برېښنا لري، يو شمېر يې په ٢٤ ساعتونو کې محدوده برېښنا لري...کوم کسان چې له جنراتور څخه د ګټه اخيستو توان لري، دوى ٢٤ ساعته برېښنا لري او د برېښنا پرچوي يواځې په بې وزلو ده."

د يادې جرګې بل غړي نثار حارث هم د برېښنا پر غيرعادلانه وېش نيوکه وکړه او ويې ويل: "د برېښنا ٥٠ سلنه پرچوي ولې په داسې حال کې چې هره ورځ د تېلو او ګازو بيې هم لوړيږي، رامنځته شوې ده؟"

هغه هم ادعا وکړه، چې يو شمېر دولتي چارواکي له ٢٤ ساعته برېښنا برخمن دي، خو بې وزله او بېچاره خلک چې لاټين ته د تېلو او دغه راز د ګازو د پېرلو توان نه لري؛ د برېښنا له نعمت برخمن نه دي.

جمعه الدين ګيانوال هم ورته نظر څرګند کړ او ويې ويل: "ترڅو چې ټولنيز عدالت پلى نه شي نو د دولت پر وړاندې به د خلکو بې باوري کمه نه شي."

د جرګې يو شمېر غړو، د برېښنا شرکت مسوولينو د استجواب غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم په کابل ښار کې د برېښنا پر غيرعادلانه وېش د نيوکې ترڅنګ وويل، چې په دغه برخه کې د برېښنا شرکت مسوولين ګرم دي او د يادې جرګې يوې غونډې ته بايد راوبلل شي.

پژواک هڅه وکړه، څو په دې اړه د برېښنا شرکت د وياند وحيدالله توحيدي نظر هم له ځانه سره ولري، خو هغه وويل چې اوسمهال په يوه غونډه کې دى او نظر نه شي څرګندولى.

د کابل د برېښنا مشر محمد نسيم ګنجي څو ورځې وړاندې ويلي و، چې په دې وروستيو کې د هواد د سړېدو له امله د کورنيو له لوري د برېښنا لګښت زيات شوى او د برېښنا شرکت اړ دى چې په دې اړه د برېښنا پرچوي زياته کړي.

هغه ويلي و، چې په امنيتي او روغتيايي مرکزونو او صنعتي پارکونو کې به د برېښنا پرچوي کمه وي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.