کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٤): له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې د ولسمشر او د حکومت د اجرايي مشر د شتمنيو نوملړ خپور کړى، چې پر بنسټ يې د ولسمشر او د هغه د مېرمنې رولا غني شتمني ٣٢٠ ميليون افغانۍ (شاوخوا ٤،٧ ميليون ډالر) ده او د اجرايي مشر بيا ١٠ ميليون افغانۍ (له ١٥٣زره زيات ډالر) اعلان شوې ده.
دغه اداره وايي، له تېرې يوې اونۍ راهيسې يې د يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو د شتمنيو د ثبتولو لړۍ پيل کړې، چې د ولسمشر او اجرايي مشر منقوله (د لېږد وړ) او غيرمنقوله شتمني هم په کې شامليږي.
له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې مشر سيد غلام فخري، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه پورې يې د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايه مشر عبدالله عبدالله، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود شتمنۍ ثبت کړې دي.
هغه زياته کړه، په دغه لړۍ کې د شتمنۍ ثبت، تدقيق او د ترلاسه شويو معلوماتو خپرول شامل دي.
د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د روان کال د ليندۍ مياشتې په دويمه نېټه د يادې ادارې له لوري خپاره شوي، راغلي چې ولسمشر او د هغه مېرمن رولا غني ٣٢٠ ميليون افغانۍ (کابو ٤،٧ ميليون ډالر) منقوله شتمني لري، چې دغه اندازه پيسې يې په لبنان او امريکا کې د پلرني جايدادونو او مالونو له پلورلو ترلاسه کړې دي.
سرچينه زياتوي، د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ولسمشر غني او د هغه د مېرمنې ډېره شتمني شريکه ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن