ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اووه کسان د باور رايې لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول

اووه کسان د باور رايې لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول

author avatar
30 Nov 2015 - 14:33
اووه کسان د باور رايې لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول
author avatar
30 Nov 2015 - 14:33

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): شپږ کسان د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون او يو کس د سترې محکمې د عالي شورا د نوماند غړي په توګه نن ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

دا اووه کسان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ يادو پسټونو ته نوماند شوي او نن د ولسمشر د دويم مرستيال محمد سرور دانش له خوا ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

 

ډاکتر محمدقاسم هاشمزى، غزال حارث، ډاکټر عبدالروف هروي، قضاوتيار محمدعارف حافظ، ډاکتر عبدالله شفاهي او دوکتور سيد ابوبکر متقي، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون د غړيتوب لپاره معرفي شوي دي.

همدارنګه قضاوتوال عبدالحسيب احدي د سترې محکمې په عالي شورا کې د غړيتوب لپاره نوماند شوى دى.

د ولسمشر دويم مرستيال زياته کړه، دوې مياشتې وړاندې د سترې محکمې دوه پاتې غړي ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول، خو يوه يې د ځينو لاملونو په سبب د باور رايه ترلاسه نه کړه، خو نن د هېواد يوه بله مجربه مسلکي څېره او شخصيت د سترې محکمې په شورا کې  د باور رايې اخيستلو لپاره جرګې ته ور پېژني.

هغه وويل چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون يوه خطرناکه دنده په مخکې لري او په هېواد کې يوه معتبره او ستره مرجع شمېرل کېږي، خو د ځينو لاملونو له مخې له يوه کال راهيسې رخصت دى.

دانش په ډاګه کړه چې نن د دغه کمېسيون شپږ غړي د رايې اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته ور پېژندل کېږي او تمه ده چې دا نوماندان به د کمېسيون اهميت او د بې پرې والي او استقرار عنصر درک او د خدمت مصدر به وګرځي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ هغه وخت کولى شو چې د قانون حاکميت په رښتينې معنا بنسټيز کړو چې د اساسي قانون پر څار د پلي کېدو کمېسيون له ولسمشر، د هغه د مرستيالانو او وزيرانو په ګډون ټول لوړ پوړي چارواکي تر څارنې لاندې ونيسي او په ټاکلو وختونو کې يو ځل د قانون د پلي کېدو وضعيت او د سرغړونې موارد  د افغانستان له خلکو سره په ټولو جزئياتو شريک کړي.))

د هغه په خبره، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون ټول غړي د لوړو حقوقي زده کړو، حقوقي او علمي  تحليلونو او اوږدمهاله اجرايي تجربې خاوندان دي.

هغه د جرګې له غړوغوښتنه وکړه چې دغو نوماندانو ته رايه ورکړي.

د دانش په خبره، په راتلونکي کال کې چې ټاکنې مو په مخکې دي، د دغه کمېسيون فعالېدل ډېر اړين دي او د فعاليت نشتوالى به يې ناورين رامنځته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.