د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اووه کسان د باور رايې لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول

اووه کسان د باور رايې لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول

Nov 30, 2015 - 14:33

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): شپږ کسان د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون او يو کس د سترې محکمې د عالي شورا د نوماند غړي په توګه نن ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

دا اووه کسان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ يادو پسټونو ته نوماند شوي او نن د ولسمشر د دويم مرستيال محمد سرور دانش له خوا ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

 

ډاکتر محمدقاسم هاشمزى، غزال حارث، ډاکټر عبدالروف هروي، قضاوتيار محمدعارف حافظ، ډاکتر عبدالله شفاهي او دوکتور سيد ابوبکر متقي، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون د غړيتوب لپاره معرفي شوي دي.

همدارنګه قضاوتوال عبدالحسيب احدي د سترې محکمې په عالي شورا کې د غړيتوب لپاره نوماند شوى دى.

د ولسمشر دويم مرستيال زياته کړه، دوې مياشتې وړاندې د سترې محکمې دوه پاتې غړي ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول، خو يوه يې د ځينو لاملونو په سبب د باور رايه ترلاسه نه کړه، خو نن د هېواد يوه بله مجربه مسلکي څېره او شخصيت د سترې محکمې په شورا کې  د باور رايې اخيستلو لپاره جرګې ته ور پېژني.

هغه وويل چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون يوه خطرناکه دنده په مخکې لري او په هېواد کې يوه معتبره او ستره مرجع شمېرل کېږي، خو د ځينو لاملونو له مخې له يوه کال راهيسې رخصت دى.

دانش په ډاګه کړه چې نن د دغه کمېسيون شپږ غړي د رايې اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته ور پېژندل کېږي او تمه ده چې دا نوماندان به د کمېسيون اهميت او د بې پرې والي او استقرار عنصر درک او د خدمت مصدر به وګرځي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ هغه وخت کولى شو چې د قانون حاکميت په رښتينې معنا بنسټيز کړو چې د اساسي قانون پر څار د پلي کېدو کمېسيون له ولسمشر، د هغه د مرستيالانو او وزيرانو په ګډون ټول لوړ پوړي چارواکي تر څارنې لاندې ونيسي او په ټاکلو وختونو کې يو ځل د قانون د پلي کېدو وضعيت او د سرغړونې موارد  د افغانستان له خلکو سره په ټولو جزئياتو شريک کړي.))

د هغه په خبره، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون ټول غړي د لوړو حقوقي زده کړو، حقوقي او علمي  تحليلونو او اوږدمهاله اجرايي تجربې خاوندان دي.

هغه د جرګې له غړوغوښتنه وکړه چې دغو نوماندانو ته رايه ورکړي.

د دانش په خبره، په راتلونکي کال کې چې ټاکنې مو په مخکې دي، د دغه کمېسيون فعالېدل ډېر اړين دي او د فعاليت نشتوالى به يې ناورين رامنځته کړي.

هغه زياته کړه چې افغانستان غوره اساسي قانون لري او دا قانون د تېر په پرتله د خلکو لپاره غوره سياسي ژوند رامنځته کړى،

خو د اساسي قانون په پلي کېدو نه اړين مراقبت نه دى شوى او د قانون د حاکميت په برخه کې ناکام دى.

هغه همدارنګه وويل چې قانون د خلکو د ډلو له خوا نه، بلکې د دولت، دولت والو او د دولت د دری ګونو قواوو له خوا تر

 پښو لاندې کېږي.

دې چارواکي زياته کړه: ((موږ بايد ومنو چې دری ګونې قوې په ځانګړي ډول اجرائيه قوه، له اړين جديت او صداقت نه کار نه دى اخيستى او د تېرو ١٢ کلونو په ترڅ کې په دې اړه تل د شک او زړه نا زړه والي ګڼ موارد او ابهام رامنځته شوى چې له څنګه يې په اسانۍ تېر شوو  او خپل اساسي قانون ته مو درناوى نه دى کړى.))

ټاکل شوې چې ولسي جرګه د نوماندانو د اسنادو له څېړلو وروسته دا موضوع په اجنډا کې شامله کړي او نوماندان په دې برخه 

کې خپل پروګرامونه جرګې ته وړاندې کړي.

د هېواد اساسي قانون د ١٥٧مې مادې له مخې، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون د قانون د احکامو له مخې جوړېږي او د دغه کمېسيون غړي د ولسمشر له خوا د ولسي جرګې په تاييد ټاکل کېږي.

 

 

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement