ترينکوټ (پژواک،۹ليندۍ۹۴): د اروزګان امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو يوه ښځه او خاوند وژلي او يوه بله ښځه يې ټپي کړې ده.
د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ د لومړۍ امنيتي حوزې امر دويم څارن ګل اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه تېره شپه ناوخته د مرکز ترينکوټ اړوند د فوڼي کلاچې په سيمه کې شوې ده.
د هغه په وينا، څو ناپېژانده کسان له وسلو سره يوه کور ته ننوتي او د کورنۍ پر څو تنو يې ډزې کړې دي.
ده زياته کړه، د ډزو له امله خاوند او مېرمن وژل شوي او يوه بله ښځه ټپي شوې ده.
ګل اغا وايي، د يادې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د يادې سيمې قومي مشر ملک محمدالله پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته ناپېژاندو کسانو په فوڼي کلي کې يوه ښځه او خاوند وژلي او لور يې ورته ټپې کړې ده.
د ده په خبره، ټپي روغتون ته لېږدل شوې او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د نوموړي په اند، دغه ډول ډېرې پېښې د شخصي دښمنيو له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن