کابل (پژواک، ۹ ليندۍ ۹۴): د "اسيا" خصوصي ټلويزيون مشر امان الله عطايي تېره شپه د کابل ښار په کارته نو سيمه کې وژل شوى دى.
اسيا خصوصي ټلوېزيون په دې وروستيو کې په هرات، بلخ او ننګرهار کې خپرونې پيل کړې دي.
د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د جنايي جرمونو د څېړنې مشر مل پاسوال فريدون عبيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د لومړنيو څېړنو له مخې د عطايي باجه بريالى رحماني او اوښى اجمل د عطايي په قتل کې تورن پېژندل شوي دي.
د ده په وينا، بريالى د سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو د کنټرول رياست مرستيال او اجمل د همدغه رياست کارکوونکی دي.
هغه زياته کړه، بريالى او اجمل تېره شپه د عطايي تر وژل کېدو وروسته په داسې حال کې پوليسو نيولي چې نشه وو.
عبيدي زياتوي، لا تر اوسه د عطايي د وژل کېدو لامل نه دى څرګند.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن