کابل (پژواک ٩ ليندۍ ٩٤): پژواک اژانس د ملا منصور دادالله د مړينې د جسد انځور ترلاسه کړى دى.
يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته منلې، چې نوموړى وژل شوى او ادعا کوي، چې د هغه جسد د ملا عبدالله حقمل په کور کې موندل شوى دى.
سرچينه کاږي، د هغه مړى د څو ورځو لپاره پټ ساتل شوى و او طالبانو د هغه جسد د ياد شوي کور په دننه کې موندلى دى.
سرچينه زياتوي، نوموړى په ډېرو مرميو ډېر سخت ويشتل شوى، د هغه سر له منځه تللى، خو مخ يې روغ ښکاري.
سرچينه وايي، طالبان د نوموړي د وژل کېدو په اړه ځکه ډېر څه نه وايي او په دې اړه له تبصرې کولو څخه ډډه کوي، چې د نوموړي وژل کېدل د ځان لپاره کومه لاسته راوړنه نه ګڼي.
ده وويل، طالبان داسې ښيي، چې نوموړى له ازبک وسله والو سره و او خلکو ته داسې انګېرنه ورکوي، چې ګواکې ازبکو وژلى دى، ترڅو طالبان په خپلو کې په دښمنيو وانه وړي.
هغه زياته کړه، خو دا يو واقعيت دى، چې د ملا منصور دادالله د وژلو تصميم نيول شوى و او د نوموړي وژنه د پاکستان هدف و.
دا په داسې حال کېده، چې تېره مياشت (د لړم په ٢٢مه) د زابل امنيتي چارواکو ادعا کړې وه، چې ملا منصور دادالله د طالبانو په خپلمنځۍ جګړه کې وژل شوى دى.
خو هغه مهال له طالبانو څخه جلا شوې ډلې د ملا منصور دادالله وژل کېدل رد کړي و.
ملا منصور دادالله د طالبانو د پخواني قوماندان ملا دادالله ورور دى، چې د ملا عمر تر وژل کېدو وروسته يې له طالبانو سره اختلافات پيدا شول، د ملا اختر منصور مشري يې ونه منله.
وړمه مياشت ځينو طالب مشرانو د ملا رسول په مشرۍ نوې ډله جوړه کړه او ملا منصور دادالله يې د دې ډلې مرستيال وټاکه.
د روان لمريز کال په پيل کې يو شمېر ازبک جنګيالي د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې مېشت شول او وروسته منصور دادالله هم دغې سيمې ته ولاړ او له اختر محمد منصور سره يې مخالفت اعلان کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن