ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو او متحدو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان خبرې کوي

د ناټو او متحدو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان خبرې کوي

author avatar
30 Nov 2015 - 10:28
د ناټو او متحدو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان خبرې کوي
author avatar
30 Nov 2015 - 10:28

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): د ناټو او متحدو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د افغانستان د امنيتي حالاتو په اړه خبرې کېږي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي د دفتر يوې سرچيني د ليندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې به د ٤٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي.

ده وويل چې ټاکل شوې دغه غونډه نن د بلجيم هېواد په مرکز بروکسل ښار کې پيل شي.

سرچينه وايي چې په دې غونډه کې له افغانستانه د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د ناټو ملکي استازي اسماعيل ارماز ګډون کړى دى.

د سرچيني په حواله، دې غونډې ته په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال کمپبل به د ويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړي او د افغانستان د امنيتي حالاتو په اړه به راپور ورکړي.

ده وويل چې د غونډې ګډونوال به د خپلې دوه ورځنۍ ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې امنيتي حالات هم و ارزوي.

ټاکل شوې د راتلونکي ميلادي کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو اوسنی ماموريت پای ته ورسېږي.

خو په ياده غونډه کې به د بهرنيو چارو وزيران په افغانستان کې له ٢٠١٦ ميلادي کال وروسته د خپل ماموريت په اړه هم خبرې وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.