دويم تعقيب- کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): پوليس وايي چې د کابل ښار د شپاړسمې امنيتي حوزې اړوند په مکروريان سيمه کې د مقناطيسي ماين چاودنه شوې چې مرګ ژوبله نه لري، خو عيني شاهدانو د يوه کس د ټپي کېدو پخلى کړی دی.
د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د جنايي جرمونو د څېړنې مشر مل پاسوال فريدون عبيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې پر يوه رينجر موټر د مقناطيسي ماين چاودنه شوې.
عبيدي وويل چې دا پېښه مرګ ژوبله نه لري، خو د چاودنې له امله يې د رامنځته شوو زيانونو په اړه جزييات ورنه کړل.
سرچينې ونه ويل چې د چاودنې موخه څوک و، خو زياته يې کړه چې پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي او څېړنې يې پيل کړي چې جزييات به يې وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
د سليمان په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې چاودنه د پوليسو پر رینجر موټر شوې ده.
نوموړي چې د پېښې په ٥٠ مترۍ کې د خوراکي توکي پلورنځى لري، وويل: ((يو رينجر موټر مې وليد چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت دروازې ته نږدې ودرېد، شاوخوا پنځه دقيقې وروسته په کې د مقناطيسي ماين چاودنه رامنځته شوه.))
دغه عينې شاهد زياته کړه چې په ياده پېښه کې يواځې د رينجر چلوونکى ژوبل شوى او په بېړنۍ توګه روغتون ته رسول شوى دى.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده چې يوه ورځ وړاندې هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کابل ساحوي دفتر د مشر پر موټر د کابل ښار په رحمن مينه کې ځانمرګى بريد وشو چې يو ساتونکى يې ووژل شو او د يوې مېرمنې په ګډون دوه تنه نور ټپيان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن