ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ظاهر قدير: که مې خپلې څرګندونې ثابتې نه کړې استعفا کوم

ظاهر قدير: که مې خپلې څرګندونې ثابتې نه کړې استعفا کوم

author avatar
30 Nov 2015 - 17:36
ظاهر قدير: که مې خپلې څرګندونې ثابتې نه کړې استعفا کوم
author avatar
30 Nov 2015 - 17:36

 کابل(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې ځينې غړي د دغې جرګې د لومړي مرستيال پر څرګندونو چې څو ورځې مخکې يې کړې وې، نيوکه کوي، خو قدير وايي چې که د ملي امنيت د سلاکار په اړه کړې څرګندونې ثابتې نه کړي، نو استعفا به ورکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير شاوخوا درې مياشتې وړاندې ننګرهار ته تللى و چې له داعش ډلې سره مبارزه وکړي. تېره اوونۍ کابل ته راستون شو او د جرګې په يوه ناسته کې يې ادعا وکړه چې د داعش ډلې مشران په کابل کې ژوند کوي او د حکومت په ځانګړي ډول د ملي امنيت شورا د سلاکار له ملاتړ نه برخمن دي.

 ظاهرقدير همدا رنګه وويل، هغه ادعاوې چې ګني سلګونه داعشيان د پوليس او اردو له خوا وژل شوي ناسمه ده، ځکه چې د هغه په خبره د داعش غړي د نورو کسانو له خوا ووژل شوي دي.

خو د ملي امنيت شورا او د کورنيو چارو وزارت د ظاهر قدير دا څرګندونې له حقيقت نه لرې بللې او ولسمشر محمد اشرف غني د ظاهر قدير ددې ادعاوو د پلټلو لپاره يو پلاوى وګوماره، خو ددې پلاوي ګومارل د ظاهر قدير او د ولسي جرګې د ځينوغړو له مخالفت سره مخ شول. دوى ويل چې دا پلاوى بايد د دولت د درې ګونو قواوو له  استازو جوړ شي.

 خو د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې يو شمېرغړو د ظاهر قدير پر څرګندونو نيوکې وکړې او ددې موضوع د جدي پلټنې غوښتنه يې وکړه.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شينکۍ کړوخېل وويل:((که چېرته حکومت سقوط وکړي، نو د شورا له خوا به سقوط کوي، ټوله نړۍ را ټوله شوې چې د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي او له افغان دولت سره مرسته هم کوي، که چېرته افغان دولت د نړۍ پر وړاندې بې باوره شي، نړيوالې مرستې به بندې شي.))

 نوموړې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال خبرو ته په اشارې زياته کړه:((د جرګې مشر بايد دا موضوع په يوه ناسته کې حل کړي، له دې پرته د افغانستان د خلکو د ښمنان د ولسي جرګې د مرستيال څرګندونې د افغان دولت پر ضد کاروي.))

دا په داسې حال کې ده چې ظاهر قدير ويلي و چې د خپلو څرګندونو د ثبوت لپاره اسناد لري.

ددې جرګې بلې غړې ګلالۍ نورصافۍ وويل:((له ولسي جرګې څخه دې يو پلاوى وټاکل شي، د ولسي جرګې د مرستيال اسناد دې وڅېړي، څو د سيمې استخبارات او د افغانستان د خلکو دښمنان ترې ناوړه ګټه پورته نه کړي.))

 ددې جرګې ځينو نورو غړو هم له اداري پلاوي غوښتنه وکړه چې په دې موضوع کې مداخله وکړي او  په خپل منځګړيتوب سره قضيه حل و فصل کړي، که نه له دې پرته د خلکو استازي له يو بل سره په تقابل کې واقع کېږي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير د خلکو استازو ته په خطاب کې وويل:((ځينې کسان دې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ځينو ډلو له دفاع تېر شي، د خلکو استازي دي او بايد له څرګندو ادرسونو دفاع ونه کړي، بې ځايه ادعا مې نه ده کړې... خپلې ادعاوې په اسنادو سره ثابتوم.))

 نوموړي زياته کړه:((څوک به له مانه دفاع کوي؟ د خداى لپاره اسناد لرم، که شواهد راوړم څوک ضمانت کوي چې له منځه نه ځي، هر څه چې په لاس کې لرم، اردو، پوليس او امنيت زموږ اولاد دى، امنيت شورا ته مې ويلي چې شخص په ګوته کوم، ډانګ پييلې خبرې مې کړې، نوم مې واخيست، که چېرته يو سيسټم وي، ټول اسناد به په واک کې ورکړم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.