ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هر کال د دهلې بند ۲۰۰ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي”

“هر کال د دهلې بند ۲۰۰ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي”

author avatar
30 Nov 2015 - 16:07
“هر کال د دهلې بند ۲۰۰ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي”
author avatar
30 Nov 2015 - 16:07

کندهارښار (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): په کندهار کې د ارغنداب سينديزې حوزې مشر وايي، د رسوباتو له امله هر کال د دهلې د بند ٢سوه ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي.

په کندهار کې د ارغنداب سينديزي (دريايي) حوزې مشر شېرمحمد عطايي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې  د دهلې بند له کندهار ښاره ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٦٤ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، دغه بند د کندهار د اوو ولسواليو (شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان) کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

دى وايي، دغه بند پخوا د ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لرله، خو د ٦٤ کلونو په تېرېدو يې ٤٠ سلنه رسوبات نيولي او د اوبو د زېرمه کولو کچه يې ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، له همدې امله هر کال ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي او کروندګرو او باغ لرونکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي چې دا ستونزې په دغه ولايت کې کرنه سخته اغېزمنه کړې ده.

خو دى وايي، د تېرو کلونو په اوږدو کې يې په وار وار په همدې سيمه کې د يوه نوي بند د جوړولو او يا د همدغه بند د دېوالونو د جګولو وړانديزونه کړي دي.

عطايي زياتوي، دا چې په دې ساحه کې د يوه نوي بند جوړولو ډېر لګښت درلود، نو د همدغه بند د ترميم چارې په دوو پړاوونو کې ومنل شوې چې يوه برخه يې تخنيکي او بله يې د دېوالونو د لوړولو وه.

ده وويل، دوه کاله مخکې د همدغه بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا د متحده ايالاتو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت پيل شوې چې اوس ٩٨ سلنه بشپړې شوې او تر راتلونکو دريو مياشتو به په بشپړه توګه پاى ته ورسېږي.

د نوموړي په وينا، د بند د رغولو چارې د (٧٧) په نوم د يوه ترکي ساختماني شرکت له خوا په ډېره ښه توګه روانې دي، چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې دي.

له دې سره په خوا کې هغه تخته پُل ولسوالۍ کې د سيف الدين کانال، د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول کانال، د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد کانال، د سپېروان کانال، مرکزي کانال او يو شمېر نورو د جوړولو يادونه هم وکړه چې د ډېرو کارونه شوي او د ځينو به پيل شي.

ده يادونه وکړه چې ياد ټول کارونه په ښه کيفيت ترسره شوي او اوس بند دې ته چمتو دى چې د دويم پړاو کارونه يې پيل شي.

خو دى وايي، ټاکل شوې د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي او له اوسني بند سره په خوا کې شپږ نور مرستندويه بندونه جوړ شي، چې پر دغې ټولې پروژې ٣٠٨ ميليونه ډالر لګښت راته، چې ٣٨ ميليونه ډالر به د ماليې وزارت او پاتې به يې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېدل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.