ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له نړيوال ضمانت پرته له پاکستان سره د سولې خبرې ګټه نه لري”

“له نړيوال ضمانت پرته له پاکستان سره د سولې خبرې ګټه نه لري”

author avatar
1 Dec 2015 - 16:51
“له نړيوال ضمانت پرته له پاکستان سره د سولې خبرې ګټه نه لري”
author avatar
1 Dec 2015 - 16:51

کابل (پژواک،١٠ ليندۍ ٩٤): شنونکي وايي، د سولې په خبرو کې بايد افغان چارواکي ګډ دريځ ولري،نړيوال د پاکستان د ژمنو ضمانت وکړي او وسله وال مخالفين د ستونزې د يو اړخ په توګه له پامه ونه غورځول شي.

د افغان دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې لپاره هم پخواني ولسمشر حامد کرزي او هم اوسني ولسمشر محمد اشرف غني هڅې کړې دي، خو تر اوسه يې پايله نه ده لرلې او جګړه ورځ تر بلې پراخه او مرګونې شوې ده.

افغان چاراکو هڅه کړې چې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو له لارې په هېواد کې سوله ټينګه کړي، ځکه چې د هغوى په وينا، د افغانستان د دولت وسله وال مخالفين په پاکستان کې مرکزونه لري او له هغه ځايه يې ملاتړ کېږي.

څه موده وړاندې په چين، عربي متحده اماراتو او پاکستان کې د وسله والو طالبانو ځينې استازو د افغان دولت له استازو سره مخامخ خبرې هم وکړې، خو د دې خبرو لړۍ وروسته له هغه په ټپه ودرېده چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مرګ خبر خپور شو.

دغه راز د کابل په شاه شهيد سيمه کې تر خونړي موټربم بريد وروسته چې د افغان چارواکو په وينا، په پاکستان کې طرحه شوى و، د افغانستان او پاکستان اړيکې تر پخوا ډېرې ترينګلې شوې او سره له دې چې پاکستاني چارواکو د سولې خبرو بيا پيل ته چمتولى ښوده، افغان چارواکو ويل چې د سولې خبرې تر هغه ستونزه نه شي حل کولى چې پاکستان په خپله خاوره کې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عملي ګامونه پورته نه کړي.

 خو د خپرو شويو راپورونو له مخې، په پاريس کې د اقليم د بدلون د نړېوال کنفرانس په څنډه کې يو ځل بيا ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د افغانستان د سولې د خبرو د بهير پر بيا پيل او د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې کړې دي. دغو مشرانو د بريتانيا له لومړي وزير ډيويډ کامرون سره هم کتلي دي.

راپورونه ښيي چې ولسمشر غني په دې ليدنو کې هغو ټکو ته اشاره کړې چې په افغانستان کې د نا امنيو سبب شوي  او د افغانستان پرضد د پاکستان د نااعلان شوې جګړې موضوع هم د دې خبرو يوه برخه وه.

د چارو ځينې شنونکي د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ خبرې ښه اقدام بولي، خو د پاکستانيو چارواکو پر څرګندونو باوري نه دي.

د سياسي چارو شنونکي نظرمحمد مطمئن پژواک خبري اژانس ته وويل دا ښه اقدام دی، خو پاکستان تل د سولې د خبرو په اړه دوه مخی سياست لري او په تېرو ۱۴ کلونو کې يې په دې اړه ګټور اقدام نه دی کړی.

دغه راز دده په اند، تر څو چې په دې اړه دواړه خواوې ژمنتيا، د سولې د ټينګښت لپاره اراده او نړيوال ضمانت نه وي؛ دغه خبرې کومه ګټه نه لري.

هغه زياته کړه:"که دواړه خواوې موافقه هم وکړي او خبرې سره پيل شي، نو لازمه ده چې مقتدر هېواد لکه چين، روسيه، امريکا او يا هم ملګري ملتونه ددې خبرو د عملي کېدو تضمين وکړي، او پاکستان اړ کړي چې خپلې ژمنې عملي کړي."

د ده په وينا، افغان حکومت تل د سولې د خبرو اصلي اړخ پاکستان بللی او دغه هېواد په دې برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته کړي؛ نو د دې لپاره چې بيا د سولې خبرې له ستونزو سره مخ نه شي، اړتيا ده چې له وسله والو مخالفينو سره هم اړيکې ټينګې او د خبرو لړۍ پيل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.