ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پټرول تېلو او اوبلن ګاز بيه راټيټه شوې

د پټرول تېلو او اوبلن ګاز بيه راټيټه شوې

author avatar
3 Dec 2015 - 18:51
د پټرول تېلو او اوبلن ګاز بيه راټيټه شوې
author avatar
3 Dec 2015 - 18:51

کابل (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٤): کابل ښار کې نن د پټرول تېلو او اوبلن ګازو بيې د تېرې پنجشنبې په پرتله راټيټې شوې، خو د اوړو، بورې، وريژو او سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

د کلا فتح الله د تېلو ټانک يو کارکوونکى عبيدالله وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ليټر پټرول تېلو بيه له ٥٨ افغانۍ ٥٣ افغانۍ ته راټيټه شوې، خو يو ليټر ډيزل تېل د تېرې اونۍ په څېر په ٤٢ افغانۍ دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له قزاقستان څخه هېواد د پټرولو صادرات بيا پيل شوي او له همدې امله يې بيه په کابل کې راټيټه شوې ده.

دا په  داسې حال کې ده، چې په کابل کې تېره اونۍ د يوه ليټر پټرول تېلو بيه ٥٨ افغانۍ وه او لامل يې دا و، چې په قزاقستان کې د ياد هېواد د حکومت له لوري د پټرولو د ذخيرو د پاکولو له امله د پټرول صادرات د لسو ورځو لپاره بند کړل شوي و.

د اوبلن ګاز بيه هم راټيټه شوې ده.

د کابل د پل پاچا سيمې يوه ګاز پلورونکي محمد سليم وويل، چې تېره اونۍ د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٦٥ افغانۍ وه، خو روانه اونۍ بيا ٦٠ شوې ده.

د ويلو ده، چې په دې وروستيو کې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت اعلان کړى چې له روسيې، ترکمنستان و اذربايجان هېوادونو څخه يې ٣٧٢ ټنه ګاز پېرلى، چې په نږدې ورځو کې به يې په را واردولو سره د اوبلن ګاز بيه راټيټه شي.

خو د اوړو، بورې او وريژو بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وايي چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه اوړو عمده پلور بيه له ١٤٣٠ افغانۍ ١٤٣٥ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره له ١٩٥٠ افغانۍ ١٩٨٠ افغانۍ او څلورويشت نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريژې له ١٦٥٠ افغانۍ ١٧٠٠ افغانيو ته لوړې شوې دي.

نوموړي، د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بې ثباتي د توکو بيو د لوړېدو لامل وباله، خو ويې ويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ١٦ ليټره شايسته غوړيو بيه ١٠٠٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل په منډوي کې د يوه چاى پلورونکي عاشق الله په وينا، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلوګرام مدينه شين چاى عمده پلور بيه ٢٢٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې کم او په ځينو کې ډېر تفاوت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.