ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ځينې کړۍ د قومونو تر منځ تعصب ته لمن وهي”

“ځينې کړۍ د قومونو تر منځ تعصب ته لمن وهي”

author avatar
3 Dec 2015 - 15:54
“ځينې کړۍ د قومونو تر منځ تعصب ته لمن وهي”
author avatar
3 Dec 2015 - 15:54

خوست (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٤): د اجرائيه رياست سلاکار وايي، ځينو بهرنيو او کورنيو کړيو هڅې ګړندۍ کړې چې د قومونو تر منځ تعصباتو ته د لمن وهلو په پايله کې هېواد پر څو برخو ووېشي.

سيد اغا فاضل سانچارکي دغه څرګندونې نن په خوست کې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او د مدني ټولنو غړو ته وکړې.

نوموړي د ملي يووالي حکومت په استازيتوب خبرداری ورکړ چې دولت به د خپلو وسله والو ځواکونو تر څنګ د خلکو په مرسته په بشپړ ډول د دغو کړيو مخه ونيسي او له منځه به يې يوسي.

هغه زياته کړه: ((افغانستان يو هېواد دی، دا هېواد يو ملت لري، دښمن نه شي کولای چې دغه يو ملت پر څو برخو ووېشي. موږ يې پر وړاندې کلکه مبارزه کوو.))

که څه هم په ياده شوې برخه کې سانچارکي د کومې کړۍ نوم  وانه خيست، خو ويې ويل چې د افغانستان دښمن هر چا ته څرګند او روښانه دی.

سانچارکي د اسلام او افغان کلمو ته په اشارې سره وويل، د هېواد ټول وګړي تر همدې دوو کلمو لاندې ګډ او د ورورلۍ ژوند کوي.

دى وايي: ((زموږ تر ټولو لوی هويت افغانيت دی او زموږ د ټولو دين اسلاميت دی، د افغانستان هېڅ وګړی له دې څخه انکار نه کوي، موږ او تاسې بايد هوښيار و اوسو.))

نوموړي دغه راز په دولت کې د ځينو ستونزو له امله د خلکو هغه نيوکې هم پر ځای وبللې چې ګني د ټاکنو پر مهال يې کړې ژمنې تر اوسه نه دې عملي کړې.

هغه زياته کړه، دولت هڅه کوي چې د افغانستان ټولو ولايتونو ته يو شان پاملرنه وکړي او د بيارغونې د پرمختيايي پروژو په برخه کې له ولس سره پر کړنو ژمنو وفا وکړي.

ده وويل: ((سره له دې چې دولت له ستونزو او توطيو سره مخ دی، خو زه په قاطعيت سره اعلانوم، چې ان شاءالله ډېر ژر به د مثبتو بدلونونو شاهدان وو.))

قومي مشر عبدالقيوم خان د خوست د قومي مشرانو په استازيتوب د ملي يووالي له دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ د ځينو هغو کړيو هڅې وغندلې، چې په هېواد کې د موقتې ادارې جوړېدل غواړي.

نوموړي د افغانستان د نورو ولايتونو پر خلکو هم غږ وکړ، چې له خپل دولت څخه ملاتړ  وکړي او د هغو ډلو ټپلو پر وړاندې ودرېږي، چې غواړي اوسني دولت ته سقوط ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.