کابل ( پژواک، ۱۳ لیندۍ ۹۴ ) : طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې د ملا اختر منصور تر وژل کیدو وروسته ملا هیبت الله د طالبانو نوی سرپرست مشر ټاکل شوی ، خو د طالبانو ویاند دا موضوع په کلکه ردوي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې ملا اختر منصور دوه ورځې مخکې د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار اړونده د د کچکلاک په سیمه د طالبانو خپلمنځي شخړې پر مهال په ډزو سره ټپي او وروسته یې ساه ورکړه، ویل کیږي چې ملا اختر منصور د طالبانو دیوه بل مشر ملا عبدالله لیدنې ته ورغلی و، چې د لیدنې پر مهال ددوی ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه.
راپورونه وایي چې په دې نښته کې د ملا عبدالله سرحدي او پنځه نورطالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو ته یادې نږدې سرچینې د لیندۍ په ۱۳مه، پژواک ته وویل چې طالبانو په بیړنۍ توګه ملا هیبت الله اخوندزاده د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
د سرچینې د معلوماتوله مخې طالبانو خپلو ټولو والیانو، ولسوالان، نظامي مسوولینو او قوماندانو ته د ملا اختر منصور د ټپي کیدو په اړه خبر ورکړی او ورته یې ویلي چې دهغه درملنه اته میاشتې وخت نیسي، ځکه نو ملا هیبت الله د هغه ځای ناستی ټاکل شوی دی.
سرچینه وایي، ملا اختر منصور تر ټپي کیدو وروسته روغتون ته په لاره یې ساه ورکړې او دا چې د هغه مړینه د طالبانو روحیه کمزورې نه کړي، نو طالبانو دا خبره پټه ساتلې ده.
خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د ملا اختر منصور، ټپي کیدل او د نوي مشر په توګه د ملا هیبت الله ټاکل کیدل رد کړل.
ملا اختر منصور پنځه میاشتې مخکې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر تر مړینې وروسته د طالبانو د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.
بلخوا دافغانستان اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي چې دوی د ملا اختر منصور له مړینې خبر شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن