ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د يوې کورنۍ ١١ غړي ټپيان شول

author avatar
4 Dec 2015 - 12:12
author avatar
4 Dec 2015 - 12:12

غزني ښار(پژواک،١٣ليندۍ٩٤): د غزني ولايت په زنخان ولسوالۍ کې پر يو کور د هاوان مرمې د لګيدو له امله د ماشومانو په ګډون ١١ تنه ټپيان شوي دي.

د غزني ولايت د زنخان ولسوال احمد ضيا يعقوبي د ليندۍ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په مست کلا سيمه کې د وسله والو طالبانو د هاوان يو مرمې پر يوه کور لګېدلې ده.

هغه وايي چې د دې توغندي د لګيدو له امله ٧ ماشومان يوه ماشومه او درې نارينه ټپيان شوي دي.

د ولسوال په وينا ياد توغندي وسله والو طالبانو د ميدان ورګو ولايت له سيداباد ولسوالۍ څخه توغولى دى.

هغه زياته کړه : (( دا سیمه لرې پرته ده او هلته هیڅ امنیتي ځواکونو هاوان ندى فیر کړى.))

د يادې سيمي يو اوسيدونکي محمد حليم هم پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه.

هغه وايي چې د هاوان مرمې پر يوه کور لګيدلى او ټپيان ټول د يوې کورنې غړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.