ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ننګرهار کې ٢٦ داعش وسله وال او طالبان و وژل شول”

“په ننګرهار کې ٢٦ داعش وسله وال او طالبان و وژل شول”

author avatar
4 Dec 2015 - 15:54
“په ننګرهار کې ٢٦ داعش وسله وال او طالبان و وژل شول”
author avatar
4 Dec 2015 - 15:54

جلال اباد(پژواک،١٣ليندۍ٩٤): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دې ولايت په دوه ولسواليو کې څلور طالبان ، ٢٢ داعش وسله وال او څلور امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

د ننګرهار والي وياند عطالله خوږياڼي د ليندۍ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تيره شپه د ځمکې او هوا له لارې د اچين ولسوالۍ په پښې سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دې عملياتو په لړ کې ٢٢ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د خوږياڼي په وينا په دې عملياتو کې يو سيمه ييز پوليس او يو د ملي اردو سرتيري هم وژل شوي او يو بل سيمه ييز پوليس ټپي شوى دى.

هغه دا هم وويل چې په همدې سيمه کې داعش وسله والو د هاوان يوه مرمې پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې يوه ښځه او څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

دغه راز خوږياڼي وويل چې تيره شپه  د کوزکونړ ولسوالۍ په سلامپور سيمه کې هم د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې دوه سيمه ييز پوليس او څلور طالبان وژل شوي دي او يو شمير نور طالبان ټپيان دي.

وسله والو طالبانو د اچين ولسوالۍ په اړه څه نه دي ويلي خو زياتوي چې طالبانو په کوزکونړ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

د هغوې په وينا بريد دوه ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي پوسته او يو شمير وسلې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو په ياده نښته کې هغوى ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.