ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدل ودونه ناوړه پايلې لري

د بدل ودونه ناوړه پايلې لري

author avatar
5 Dec 2015 - 20:04
د بدل ودونه ناوړه پايلې لري
author avatar
5 Dec 2015 - 20:04

زرنج (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٤): د هېواد په يو شمېر سيمو کې د "بدل" په نوم يو ناخوښه دود اوس هم شته، چې د دوو کورنيو اړيکې پيکه کوي او ان د طلاق لامل کېږي.

"بدل" په دې معنا چې يوه کورنۍ خپله نجلۍ د بل کور هلک ته ورکوي او د دوى لور بيا د خپل کور هلک ته په نکاح کوي.

دا ډول ودونه بېلابېل عوامل لري، چې اقتصادي ستونزه يې يو لامل ده، د هغو کورنيو په منځ کې چې ولور په کې رواج دى، له هغه تېرېږي او د خپلو نجونو او هلکانو ودونه د بدل په ډول تر سره کوي.

په نيمروز کې ځينې هغه کورنۍ چې دغه دود يې تر سره کړى، وايي چې له دغه کار څخه ښه خاطره نه لري او لوڼې يې د مېړونو په کورونو کې د تاوتريخوالي موخه ګرځي.

دوى زياتوي چې دغه رواج د دې لامل شوى، چې يو شمېر ښځې له طلاق سره مخ شي.

د نيمروز مرکز زرنج ښار يوه اوسېدونکي خان محمد وويل، دېرش کاله وړاندې يې خپله خور د نجم الدين په نوم يوه خپلوان ته په نکاح ورکړې او په بدل کې يې د نجم الدين خور ځانته نکاح کړې ده.

هغه پژواک خبري ژانس ته وويل، دواړو کورنيو دغه کار د دې لپاره وکړ چې د ولور د ورکړې وس يې نه درلود. په لومړيو کلونو کې يې ښه ژوند درلود، خو په وروستيو کې د هغو ناوړو خبرو له امله چې د خواښې له لوري به يې خور ته کېدلې، مور به يې دى هم دې ته اړ ايسته چې له کوم لامل پرته پر خپلې مېرمنې هم فشار راوړي او بهانه ورته پيدا کړي.

خان محمد زياته کړه: "که چېرې به مې خور د مېړه په کور کې نوي کالي نه درلودل، نو ما هم نه شوى کولى چې خپلې مېرمنې ته نوې جامې واخلم او يا به کې چېرې بې مالګې او تروشه ډوډۍ پخېده، نو ما هم بايد له کوم دليل پرته په خپلې غوسه کړې وى، تر دې چې مور مې اړ ايستم چې بله ښځه وکړم."

هغه زياته کړه، دويمه مېرمن يې هم وکړه او لومړۍ مېرمن يې هم وساتله، خو اوښي يې پر دې سربېره چې دويمه مېرمن يې وکړه، د هغه خور ته يې هم طلاق ورکړ او له خور څخه يې درې لوڼې او يو زوى هم ورته پاتې دي.

خان محمد وويل: "ما دا چې له خپلې ښځې سره مينه درلوده، خو بيا مې هم د خپلې مور له ډېر ټينګار سره هم هغې ته طلاق ورنه کړ، خو اړ شوم چې بله ښځه هم وکړم او لومړۍ مېرمن چې په بدل وه، نو بدل د دې لامل شو چې خور مې طلاق شي او زه درې ښځې وکړم."

د نيمروز د ښځو چارو رياست سږکال د طلاق ٩ پېښې ثبت کړې دي.

دغه شمېرې په ګوته کوي، چې په نيمروز ولايت کې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تاوتريخوالي ٨٠ موارده او د تېر کال په ورته موده کې ٦٠ موارده ثبت شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.