ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په کرنيزو حاصلاتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی

د بلخ په کرنيزو حاصلاتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی

author avatar
5 Dec 2015 - 15:06
د بلخ په کرنيزو حاصلاتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی
author avatar
5 Dec 2015 - 15:06

مزارشريف (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۴): د بلخ د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په روان کال کې د تېرو کلونو په پرتله د کرنيزو حاصلاتو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس، کاتب شمس د ليندۍ په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې په روان کال کې د هر اړخيزو امکاناتو له مخې نه يوازې د بلخ، بلکې د ټول شمال زون کرنيزې چارې تر ډېره ښې پر مخ ځي.

نوموړي زياته کړه چې په شمال کې تر ټولو جدي ستونزه د اوبو کمښت دی چې په روان کال کې په طبيعي توګه د باراني اوبو له امله د کرنيزو اوبو زياتوالي د حاصلاتو په کچه کې زياتوالی راوستلی دی.

همدا راز د غنمو د اصلاح شوو تخمونو وېش او په مېوه لرونکو ونو زرګونه باغونه جوړول د دې لامل شول چې د حاصلاتو کچه لوړه شي.

د هغه په وينا، د دوی د اټکل له مخې سږ کال په بېلابېلو برخو کې کرنيزو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ۳۰ سلنه لوړ شوي دي.

شمس وويل چې سږ کال به د بلخ له کروندګرو ۹ زره ټنه غنم وپېرل شي چې د بېړنيو حالاتو لپاره به يې وساتي.

نوموړي زياته کړه چې په تېرو کلونو کې په دې کچه د غنمو پېرلو امکانات خورا کم وو، خو د روان کال باراني موسم او د وېشل شوو اصلاح شوو تخمونو له برکته د غنمو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه دي.

دغه چاره يوازې د بلخ د کروندګرو د تشويق لپاره کېږي چې له نورو مضره کښتونو څخه لاس واخلي او د روا ا و د کار وړ کښتونو باندې پانګونه وکړي.

نوموړي همداراز وويل چې دمګړۍ په ټول ولايت کې د ۳۸۰ ټنه د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ روانه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.