ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په منډوي کې لګېدلى اور مړ شو

د کابل په منډوي کې لګېدلى اور مړ شو

author avatar
5 Dec 2015 - 12:25
د کابل په منډوي کې لګېدلى اور مړ شو
author avatar
5 Dec 2015 - 12:25

درېيم تعقيب- کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٤): د کابل ښار د منډوي په سيمه کې لګېدلى اور مړ شو، خو له امله يې ګڼ شمېر هټۍ وسوځېدې او درانه مالي زيانونه يې واړول.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمان رحيمي د پېښې په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې دغه اور لګېدنه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو لومړى د حاجي زرداد د بوټ، چپلکو او اسفنج د پلور په سراى کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوه.

دى وايي، که څه هم اطفاييه ژر سيمې ته ورسېده، خو له دې امله چې په سراى کې ياد توکي ژر اور اخلي او اور کنټرول نه شو.

 هغه وويل چې په دې سيمه کې د معياري سړک نه شتون هم د اور په مړه کېدو کې د ځنډ لامل و.

د ده په وينا، دغه اور د زرداد سراى څنګ ته د سيدحبيب الله  سراى ته هم ورسېد او د بوټو او قرطاسيې د پلور د دغه سراى ځينې برخې يې هم وسوځولې، خو د نور سرايت مخه يې ونيول شوه.

عيني شاهدان وايي چې په منډوي کې د ميرعلم  په نوم د بوټ او چپلکو د پلور  او  کشمشو سرايونو ځينې هټۍ هم د دې اور له امله زيانمنې شوې دي.

عبدالرحمن رحيمي، چې نن له غرمې وروسته په نږدې درېيو بجو يې خبرې کولې، وويل چې اوس اور مړ شوى او يواځې د زرداد سراى په تهکاو کې اور شته چې ژر به مړ کړل شي.

 ده وويل چې د زرداد په سراى کې اتيا هټۍ سوځولې دي.

د دې اورلګېدنې د زيانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.