سرپل ، ميمنه ( پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په سرپل ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله شپږو تنو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوی د ليندۍ په ١٤مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو يو موټر چې له کوهستاناتو ولسوالۍ څخه د ولايت د مرکز پر لوري روان و، په لاره کې له سړک څخه اوښتى او چپه شوى دى.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه پوليس مړه او څلور نور ژوبل شوي، چې ددرملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، ددې ولايت د لويو لارو ساتنې د کنډک يوه سرتېري چې غوښتل يې خپل پوځي موټر سره وسله والو مخالفينو ته تسليم شي، د پوليسو له خوا تر محاصرې وروسته ژوندى نيول شوى دى.
بلخوا د فارياب ولايت په ميمنې ښار کې ديوې ترافيکي پېښې له امله يو ځوان هلک چې د خپلې کورنۍ يواځينى نارينه و، مړ شوى دى.
د دې ولايت د ترافيکو سرچينې وايي ، هغه موټر چلوونکى يې نيولى چې ياد ځوان يې وهلى او وژلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن