جلال اباد (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۴): د ننګرهار چارواکي وايي چې د هند قونسل ورسره د کرکټ لوبغالي جوړېدو تر څنګ د ګڼو پروژو د تطبيق ژمنه کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي سليم خان کندوزي نن په دغه ولايت کې د هند له قونسل دهندرا سنګ سره ليدنه کتنه وکړه.
د والي وياند وايي: ((د هند قونسل په جلال اباد کې د کرکټ د يوه لوبغالي د جوړولو تر څنګ په ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره د دريو لويو پلونو او يو شمېر پروژو د پلې کېدو ژمنه وکړه.))
د والي وياند وايي چې دا ژمنه د والي سليم خان کندوزي د غوښتنې پر بنسټ وشوه.
هغه وايي کندوزي د هند له دغه استازي وغوښتل چې د نجونو ښوونځيو ودانيو په جوړولو او رغونه کې دې هم ورسره مرسته وکړي.
د والي د وياند په وينا، په ننګرهار کې د هند قونسل د ولايت مقام د ښو اړيکو له امله د ننګرهار له والي څخه مننه وکړه .
نوموړي ژمنه وکړه چې د يادو ټولو پروژو غوښتنليکونه به له اړوند سفارت سره د مياشتنۍ غونډې په ترڅ کې شريک او ډاډ يې ورکړ چې د منظورۍ په موخه به يې جدي هڅې وکړي.
د خوږياڼي په خبره، د هند قونسل ژمنه وکړه چې سږ کال د ننګرهار يو شمېر ځوانان هم د لوړو زده کړو لپاره هند ته لېږي.
خوکره شمېره يې مشخص نه کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن