کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٤): ولسمشر اشرف غني په ميدان وردګو ولايت کې د يو شمېر ملکي وګړو د وژنې د څېړنې امر کړى دى.
پرون د ميدان وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې د يوې پېښې له امله ١٢ ملکي وګړي چې ډېرى يې ماشومان وو، ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.
ځايي چارواکو او اوسېدونکو ويلي وو چې د دې ولسوالۍ د اوتړي کلي د شهيدخېلو جومات ته څېرمه پر يوې امنيتي پوستې وسله والو طالبانو بريد وکړ، خو د ملي اردو ځواکونو په ځوابي ډزو کې د هغوى د هاوان يوه مرمۍ پر يوه جومات ولګېده چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنڅته شوه.
ولسمشر محمداشرف غني په سيد اباد ولسوالۍ کې د جمعې ورځې د عملياتو پر مهال د ملکي تلفاتو په رامنځته کېدو ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
له ارګه د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د يادې پېښې د ټپيانو د ښې درملنې په موخه له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
سرچينه کاږي، ولسمشر همدارنګه د چارو د ادارې لوی رياست ته لارښوونه کړې چې د قربانيانو له کورنيو سره لازمه مرسته وکړي.
ولسمشر اشرف غني د ملي دفاع وزارت په مشرۍ لوړپوړی دولتي پلاوی ګومارلی چې د يادې پېښې هر اړخيزه څېړنه وکړي او د خپلو موندنو راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.
سرچينه کاږي، که د څېړنو په پايله کې د دې پېښې عاملين ملامت وپېژندل شي، نو د قانوني مجازاتو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د هېواد ولسمشر د قربانيانو کورنيو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي، قربانيانو ته يې د خدای تعالی له درباره د فردوس جنت او ټپيانو ته د سالمې روغتيا هيله کوي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم پر يادې پېښې خواشيني څرګنده شوې او د قربانيانو کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.
سرچينې زياته کړې، د ملي دفاع وزارت سرپرست د دې پېښې د څرنګوالي معلومولو په موخه يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې په دې اړه کره څېړنه او د دې پېښې عاملين په ګوته کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې او غندلې يې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن