جلال اباد (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله د داعش ٣٣ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريدونه په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د اچين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې دغه هوايي او ځمکني عمليات د ګډو کورنيو ځواکونو له لوري ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ٣٣ د داعش وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د والي وياند وايي چې دغه بريدونه د دى ولسوالۍ د کرکنۍ او تريلې په سيمو کې ترسره شوي او ملکي وګړو او امنيتي منسوبينو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
اچين د ننګرهار لرې پرته او ناامنه ولسوالي ده، دلته د خبرونو په اړه ډېرى اتکا پر چارواکو کېږي؛ ځکه چې ځايي اوسېدونکو او وسله والو مخالفينو ته لاسرسى ګران دى.
اچين ولسوالي چې د داعش وسله والو مرکزي سيمه ګڼل کېږي، له تېرو څو مياشتو راهيسې دلته د افغان ګډو ځواکونو له لوري د داعش وسله والو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات روان دي چې په ترڅ کې يې د چارواکو په وينا، سلګونو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن