کابل (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۹۴): د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دغو دوو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د اړیکو د ښه کولو لپاره د باور فضا رامنځته کړي.
د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسون، دغه څرګندونې کابل ته په خپل لومړي سفر کې د لیندۍ په ۱۵مه، د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه، نن یې له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره ګټورې خبرې کړې دي.
د نوموړي په وینا، ولسمشر بارک اوباما چې په افغانستان کې په ۲۰۱۶ کال کې هم د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو کومه پرېکړه کړې، دا له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهاله همکاریو او مرستو ژمنتیا څرګندوي.
د امریکا ځانګړي استازي په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان په مشرۍ جوړېدونکي د اسیا زړه کنفرانس ته په اشارې سره وویل، چې له دې سره سیمه ییزه همکاري زیاتېږي.
د ده په خبره، د افغانستان لپاره دا یو ښه چانس دی چې د سیمه ییزې همکارۍ د راجلبولو په موخه له دې کنفرانس څخه ښه ګټه پورته کړي.
ریچارډ اولسون هیله څرګنده کړه، چې د اسلام اباد کنفرانس د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات لپاره بریالی او ګټور ثابت شي.
نوموړي د افغان سولې پروسې ته په اشارې سره وویل، چې دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
هغه د ولسمشر اشرف غني د هغو اقداماتو هرکلی او ستاینه وکړه، چې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته یې پاکستان ته سفر وکړ او دغه هېواد سره یې د اړیکو پیاوړي کولو لپاره کړي دي.
د امریکا ځانګړي استازي له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې دواړه خواوې دې په ګډه سره د سولې، ثبات او د ګډې پولې د امنیت ساتلو لپاره کار او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کړي.
نوموړي په پاریس کې د افغان ولسمشر او د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف لیدنه مثبته وبلله او ویې ویل، دواړو مشرانو په ګډه د کار کولو ژمنې وکړې.
اولسون د طالبانو د مشر ملا منصور د ټپي کېدو او یا وژلو په اړه وویل، چې دوی هم دا ډول راپورونه اورېدلي ، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن