ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو پر رول ټينګار وکړ

ولسمشر په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو پر رول ټينګار وکړ

author avatar
6 Dec 2015 - 20:07
ولسمشر په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو پر رول ټينګار وکړ
author avatar
6 Dec 2015 - 20:07

کابل (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي، په ټولو ډګرونو کې د ښځو پراخه ونډه او د ښځو له حقونو څخه دفاع په هېواد کې د سولې ټينګښت د بنسټ لامل کېږي.

نوموړي، دغه مطلب نن له هغو ٤٠٠ ښځينه پوليسو سره چې ترکيه هېواد کې له يوې روزنيزې دورې ترلاسه کولو وروسته هېواد ته راستنې شوې، څرګند کړ.

ولسمشر غني زياته کړه، نجونې پر دې سربېره چې فرهنګي ستونزې شتون لري، بيا هم د امنيتي ځواکونو له ليکو سره يو ځاى شوې، چې د دوى دغه پرېکړه د ستايلو وړ ده.

نوموړي ښځينه افسرانو ته په خطاب کې وويل: "د دغو نجونو له ډلې يې کومه زما لور نه ده، نو له دې امله د هېواد لومړۍ مېرمن او زه شخصاً ستاسو د امنيت د ټينګښت مسوول يو. بايد ستاسو د پوليسو وروڼو له لوري تاسو ته د ښه کار زمينه برابره شي."

اشرف غني زياته کړه، د هېواد د کورنيو چارو وزير هغو مساواتو ته په پام سره، چې د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځې او نارينه تر منځ شته، بايد دغې موضوع ته جدي پام وکړي او دوى ته بايد د کار ښه شرايط برابر شي.

هغه زياته کړه: "زموږ هېواد ډېر دردېدلى او هغه درمل چې هېواد ورته اړتيا لري؛ عدالت دى، کوم نارينه، ښځينه، بډاى، بې وزله، ځوان او سپين ږيرى هېوادوال چې تاسو ته مراجعه کوي، په حقيقت کې د عدالت غوښتنه ده او له همدې امله اړينه ده  چې تاسو د افغانستان د ځوانانو او راتلونکي په توګه وکولى شى، چې ستاسو دردېدلو هېوادوالو ته عدالت ټينګ کړئ."

د ويلو ده، چې د ښځينه پوليسو شمېر څه باندې دوه زره او د ملي اردو په ليکو کې د هغوى شمېر بيا ١٣٠٠ کسانو ته رسېږي او د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به دغه شمېر ١٠زره ښځينه پوليسو ته ورسوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.