ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پل علم کې چاودنې دوه تنه ټپيان کړل

په پل علم کې چاودنې دوه تنه ټپيان کړل

author avatar
6 Dec 2015 - 14:31
په پل علم کې چاودنې دوه تنه ټپيان کړل
author avatar
6 Dec 2015 - 14:31

پل علم(پژواک،١٥ليندۍ٩٤): د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د چاودنې له امله د يوه پوليس په ګډون دوه تنه ټپيان شول.

د لوګر ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد د ليندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه په پل علم ښار کې چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوي و او ورانکارو غوښتل چې د کابل بانک مخې ته چاودنه ورکړي.

هغه وايي : (( ځکه يې د کابل بانک مخې ته چاودنه ورکوله چې پوليس او نور دولتي کسان د خپلو معاشونو لپاره بانک ته تګ راتګ کوي.))

خو عابد وايي چې موخې ته له رسېدو وړاندې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې او په دې چاودنه کې يو پوليس او هغه کس ټپيان شوي چې چاودېدونکي توکي يې انتقالول.

خو په سيمه کې يو تن عيني شاهد احمدضيا پژواک ته وويل چې په لوګر کې د کابل بانک مخې ته چاودنه وشوه او له امله يې درې تنه ټپيان شول.

هغه وايي چې په ټپيانو کې يو ملکي وګړى او دوه پوليس شامل دي.

د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې يواځې دوه ځلې په ننګرهار ولايت کې د کابل بانک پر څانګو بريدونه شوي او له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.