ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوزغالۍ اوبدونکې ښځې د دغه صنعت د بازارموندنې غوښتونکې دي

د کندوزغالۍ اوبدونکې ښځې د دغه صنعت د بازارموندنې غوښتونکې دي

author avatar
7 Dec 2015 - 15:58
د کندوزغالۍ اوبدونکې ښځې د دغه صنعت د بازارموندنې غوښتونکې دي
author avatar
7 Dec 2015 - 15:58

کندوز (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): په کندوز ولايت غالۍ اوبدونکې ښځې وايي چې دغه صنعيت يې له اقتصادي اړخه د کورني عايد ښه سرچينه ده او بايد بازار موندنه ورته وشي.

په کندوز ولايت کې غالۍ اوبدنې له پخوا نه  ښه نوم او ځاى درلود. دغه صنعت په تېرو څو لسيزو کې پيکه و، خو په وروستيو کلونو کې يې بېرته رنګ اخيستى، تر دې چې له ماشيني غاليو سره هم سيالي کوي.

تر ټولو مشهوره او غوره غالۍ د (مَور) په نامه يادېږي چې همدا اوس يې په بازار کې يوه شپږ متريزه تخته تر ٣٠ زره افغانيو پورې بيه لري او کيفيت يې له ترکۍ او ايراني غاليو نه لوړ دى.

سيمه ييز چارواکي د غالۍ اوبدونکي د شمېر په اړه  چې ډېر شمېر يې ښځې جوړوي، معلومات نه لري، خو اټکليزه شمېر يې زرګونو کسانو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غالۍ اوبدنې روزنې پروګرام د کندوز په مرکز او خان اباد ولسوالۍ کې د څه باندې ١٠٠ بې وزلو ښځو لپاره روان دى.

د دې ښځو له ډلې د حماسې په نوم يوې مېرمنې وويل چې په څلورو مياشتو کې چې په غالۍ اوبدنې بوخته وه، توانېدلې چې ګل اچول نقشه کښل ياد کړي او د کار تر پايه (دوې مياشتې) پورې کولى شي چې يوه ښه غالۍ له بېلابېلو ډيزاينونو سره جوړه کړي.

دې بې وزلې مېرمن زياته کړه چې پخوا يې د خپل ژوند اړتياوې د ډوډۍ پخولو، د خلکو د کاليو مينځولو او خياطۍ له درکه پوره کولې، خو غالۍ اوبدنې نه تر فراغت وروسته بۀ د خپلو ماشومانو په همکارۍ غالۍ و اوبي او د پلور له درکه به يې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي.

په کندوز کې د سولې موسسې مشر محمد کامران وويل چې د غالۍ اوبدنې د ا دواړه فني او حرفوي پروګرامونه يې څلور مياشتې وړاندې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت په مرسته پيل کړل چې تر دوو راتلونکو کلونو پورې به بشپړ شي او غالۍ اوبدونکي مېرمنې به خپلواک کسبونه پيدا کړي.

هغه زياته کړه، اوسمهال مېرمنو په څو ډلو کې د غالۍ اوبدنې اړوندو بېلابېلو موضوعات ياد کړي او د کاري دورې په پاى کې به هرې ډلې ته د غالۍ اوبدنې وسايل ورکړل شي. دوى به اوبدلې غالۍ پولري او په پيسو به يې نور توکي لکه تار پېري او په خپلو کورونو کې به په ګروپي ډول کار کوي.

هغه زياته کړه چې دې مېرمنو ته هره مياشت دوه زره افغانۍ د ترانسپورټ لګښت هم ورکوي او کلي موخه يې دا ده چې بې وزلې ښځې پر ځان بسيا شي او د خپلو خاوندانو ترڅنګ د کورنۍ د اړتياوو پوره کولو کې همکاري وکړي.

د سولې موسسې مشر وويل چې دا د غالۍ اوبدنې لومړۍ پروژه ده او په راتلونکي کې به ورته نورې پروژې هم رامنځته کړي.

د سولې موسسه له ٢٠٠٨ کال راهيسې د ښځو لپاره د کب موندلو او پياوړي کولو په برخه کې د کندوز د کار او ټولنيزو چارو رياست په همغږۍ فعاليت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.