ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني وکيلان: د پاسپورت په وېش کې فساد شته

ځيني وکيلان: د پاسپورت په وېش کې فساد شته

author avatar
7 Dec 2015 - 19:41
ځيني وکيلان: د پاسپورت په وېش کې فساد شته
author avatar
7 Dec 2015 - 19:41

کابل (پژواک، ١٦ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي ادعا کوي چې د پاسپورت په وېش کې فساد شته، خو د پاسپورت مشر دا ادعاوې ردوي او وايي، د ځينو وکيلانو او چارواکو لاسوهنه د پاسپورت د وېش په لړۍ کې بې عدالتي رامنځ ته کړې ده.

په ولسي جرګه کې د دايکنډي د خلکو استازي نصرالله صادقي زاده نيلي وويل، چې د پاسپورت په وېش کې پراخ فساد شته.

نوموړي زياته کړه چې د پاسپورت لپاره د تقاضا په زياتېدلو سره د فساد لپاره لار هواره شوې ده، د پاسپورت رياست له مسوولينو پرته، ځينې نور حکومتي چارواکي هم په فساد کې ښکېل دي.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې د يوه موکل غوښتنليک يې د پاسپورټ اخيستلو لپاره وسپاره، خو لس ورځې وخت يې ورکړ.

نوموړي وويل چې موکل وروسته دوه سوه ډالر ورکړل او په دوو ورځو کې يې پاسپورټ تر لاسه کړ.

په ولسي جرګه کې د بلخ خلکو استازي مولوي عبدالرحمن رحماني هم وويل: "زه خپل موکل ته ډېر خجالت شوم، موږ په ١٥ ورځو کې هم پاسپورت تر لاسه نه شو کړاى؛ خو هماغه موکل مې راغې او ويې ويل چې دا دى پاسپورت مې واخيست، دوه سوه ډالر راکړه، په دوو ورځو کې درته پاسپورت اخلم."

هغه زياته کړه: "څارنه زموږ دنده ده، فساد لوړې کچې ته رسېدلى دى، څوک چې پيسې لري، پيسې ورکوي، غريب او بېوزله چې ناروغ لري او يا زده کړو لپاره ځي، څه وکړي؟"

هغه د ولسي جرګې له پلاوي غوښتنه وکړه څو د پاسپورت د وېش لړۍ لپاره پلاوى وګوماري.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير چې د نننۍ جرګې مشري يې کوله، وويل چې د پاسپورت د وېش له لړۍ څخه شکايتونه زيات دي او ورځ تر بلې ډېرېږي.

نوموړي د ولسي جرګې کورني امنيت کمېسيون ته دنده وسپارله، څو دا ستونزو په جدي ډول وڅېړي او د څېړنو پايلې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

خو د پاسپورټ عمومي مشر مل پاسوال سيدعمر صبور له رسنيو سره په خبرو کې د ولسي جرګې د غړو هغه ادعاګانې چې د پاسپورت رياست کې د بډو اخيستلو په اړه دي، بې بنسټه وبللې.

د هغه په وينا، که څوک په دې رياست کې د فساد شتون په اړه اسناد لري، هغه دې له پاسپورت رياست سره شريک کړي، څو حقيقت څرګند شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.